1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: د لاجورد کانونه، د طالبانو دوهمه عایداتي سرچینه

۱۳۹۵ خرداد ۱۷, دوشنبه

د فساد د څار سازمان ویلي چې د افغانستان د معادنو شتمنۍ د جگړې له تودیدو سره مرسته کړي او د طالبانو په شمول د حکومت وسله والې مخالفې ډلې هر کال په ناقانونه توگه د لاجوردو له استخراج څخه ۲۰ میلیونه ډالر تر لاسه کوي.

https://p.dw.com/p/1J1CQ
انځور: picture-alliance/CPA Media/P. Gabanielli

د (Global Witness) یا نړیوال شاهد په نامه دغه سازمان په خپل نوي رپوټ کې غوښتنه کړې چې لاجورد چې د افغانستان د بې سارې قیمتي کاڼي په توگه پیژندل کیږي، «د شخړې د منرال» په توگه درجه بندي شي.

د دغه سازمان په خبره د لاجوردو زیاتره معدنونه د افغانستان په شمالي ولایت بدخشان کې پراته دي، هغه یو ولایت چې د کانونو د کنترول پر سر د ځايي زورواکو، پارلماني غړو او طالبانو تر منځ د تاوتریخوالي ډکې سیالۍ له کبله په «ژوره توگه بې ثباته» دی.

د سازمان د رپوټ په وینا پر دې سربیره بدخشان ولایت په هیواد کې د هغه یو ځای بیلگه گرځیدلی، چې د طالبانو له پاره تر مخدره توکو وروسته کانونه د عاید دوهمه ستره سرچینه ده. طالبان د تریاکو پر کښت او تولید باندې چې زیاتره یې د افغانستان په سویلي ولایت هلمند کې کیږي کنترول لري.

دغه تریاک په نړۍ کې د زیاتې برخې د هیروینو د تولید له پاره اومه مواد دي. کارپوهان وایي چې په کال کې د دغه مخدره توکو کاروبار تر درې میلیارده امریکايي ډالرو پورې رسیږي.

داسې باور کیږي چې د افغانستان د کانونو او پیتروشیمي زیرمو ارزښت به میلیاردونه ډالر وي، خو د افغانستان حکومت د دغو کانونو د استخراج له پاره پیسې او پوره مسلکي ځواک نه لري. بهرني نړیوال شرکتونه بیا د مخ پر خرابیدونکي امنیتي وضعیت له کبله د کانونو له کېندنې سره کومه لیوالتیا نه لري.

Afghanistan Lapislazuli
انځور: picture alliance/CPA Media Co. Ltd

د گلوبل وېټنس په وینا که چیرې د افغانستان کانونه په سمه توگه وکیندل شي، نو کیدای شي چې د دولت عایدات په کال کې تر دوه میلیارده ډالره پورې لوړ شي. د دغه سازمان په رپوټ کې وړاندې راغلي دي چې افغان حکومت لږ تر لږه په ۲۰۱۴م کال کې ۱۷،۵ میلیونه او په ۲۰۱۵م کال کې ۱۰ میلیونه امریکایي ډالر له لاسه ورکړي دي.

د دغه سازمان رپوټ وړاندې کاږي چې په ۲۰۱۹م کال کې وسله والو ډلو له کانونو څخه ۱۹.۹ میلیونه امریکایي ډالر تر لاسه کړي دي او دې ته یې اشاره کړې ده چې د عبدالمالک په نوم ځایي زورواکي ۷۵۰ زره ډالر طالبانو ته ورکړي وو چې په ناقانونه توگه د لاجوردو له استخراج څخه ساتنه وکړي. رپوټ وړاندې وایي چې عبدالمالک تیر کال طالبانو ته څلور میلیونه ډالر ورکړي وو.

گلوبل ویټنس په خپل رپوټ کې وړاندې ویلي دي چې د بدخشان د لارجوردو کانونه په افغانستان کې د داعش د پلویانو له پاره په یوه «ستراتیژیک لومړیتوب» باندې اوښتي دي. په خپل سر نومول شوې تندلارې ډلې «اسلامي دولت» یا داعش تیر کال د افغانستان په ختیځ کې د پاکستان پولې ته څیرمه سر راپورته کړی دی.

دغه سازمان په خپل رپوټ کې ویلي دي: «تر هغه وخته چې د افغانستان حکومت د دغو سیمو د بیرته کنترول له پاره یو گړندۍ عمل و نه کړي، د لاجورد پر سره به شخړه نور هم زور واخلي، هیواد به لا پسې بې ثباته کړي او همداشان د دې لارې به افراطیت تمویلیږي.»