1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: د کډوالو کورنیو د الحاق سهمیه تر حد اوښتې ده

۱۳۹۷ اسفند ۷, سه‌شنبه

د هغو مهاجرو چې په آلمان کې د پناه محدوده اقامه لري د کورنیو د الحاق سهمیه له میاشتني تر ټاکلي حد اوښتې ده. په لومړي سر کې دغه پروسه ګړندۍ نه وه، خو اوس ګړندۍ شوې ده.

https://p.dw.com/p/3E7UJ
Deutschland minderjährige Flüchtlinge, unbegleitete Flüchtlinge
انځور: picture alliance/dpa

په آلمان کې د محدودې اقامې درلودونکو مهاجرو له پاره د کورنیو د الحاق په چوکاټ کې د تیرکال په دسمبر میاشت کې ۱۰۵۰ ویزې ورکړل شوي دي. دغه رپوټ د «نويه اوسنابروکر څایتونګ» په نوم آلمانۍ ورځپاڼه کې د آلمان د کورنیو چارو وزارت د ارقامو له مخې خپور کړی دی.

د دغه رپوټ له مخې د ۲۰۱۹م کال په جنورۍ میاشت کې دغه شمیر ۱۰۹۰ ته رسیده. اټکل کیږي چې په فيبروري میاشت کې هم دغه شمیر۱۰۰۰ ته رسیدلی وي، ځکه چې د فيبروري میاشتي تر ۱۸مې نیټې پورې ۷۰۱ ویزې اجرا شوي دي.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند يادي ورځپاڼې ته ویلي دي چې د کورنیو د الحاق لړۍ ګړندۍ شوې او دغه پروسه د معمول چاره ګرځیدلې ده.

د ۲۰۱۸م کال له اګست میاشتې راهیسې د آلمان د ائتلافي حکومت ګوندونو مسیحي دیموکرات/مسیحي سوسیال او سوسیال دیموکراتانو تر منځ تر اوږدې سیاسي شخړې وروسته د سهمیې په هکله قواعد رامنځ ته شول چې له مخې یي هره میاشت د کورنيو د الحاق په برخه کې حد اکثر ۱۰۰۰ کسان ويزه ترلاسه کولای شي. خو په لومړي سر کې د بیوروکراسۍ له مخې د کورنیو د الحاق لړۍ په کرار پر مخ تله.

د ۲۰۱۸م کال له اګست میاشتې تر دسمبر میاشتې پورې ۲۶۱۲ ویزې اجرا شوې وي چې په اوسط ډول یي شمیر په میاشت کې ۵۲۲ ویزو ته رسیده. په ترتیب هغه سهمیه چې په برلین کې پرې ائتلافي حکومت توافق ته رسیدلی وو، په څرګند ډول له ټاکلي حده کښته وه.

د محدودې اقامې درلودونکو مهاجرو له پاره د کورنیو الحاق د ۲۰۱۶م کال په اوایلو کې ځنډول شوی وو، څو آلمان ته د مهاجرت له پاره یو ځانګړی حد وټاکل شي. له دې څخه زیاتره سوریایي کډوال اغیزمنیدل چې د ژنیو د مهاجرت کنوانسیون له مخې د مهاجر په توګه نه منل کیږي. یعنې هغه کډوال چې په خپل هیواد کې تر سیاسي تعقیب لاندې نه وي. هغوی ته يوازي په فرعي ډول په خپل هیواد کې د کورنۍ جګړې له کبله د خوندیتوب له مخې محدوده اقامه ورکړل شوې وه.

د رپوټ له مخې د فيبروري میاشتې په نیمایي کې د آلمان په سفارتونو کې د ۳۶۰۰۰ کسانو له لوري د وخت اخیستلو غوښتنه شوې وه، چې د کورنیو د الحاق له لاري آلمان ته تلل غواړي. دا د آلمان حکومت په پارلمان کې د کیڼ اړخې ګوند د استازې اولا یلپکه د پوښتنې په ځواب کې په شفاهي ډول ویلي ول. دغې سیاستوالې غوښتنه کړې وه چې دغه حد دې له منځه یوړل شي.

زموږ له آرشیف څخه: