1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«روسیې په کلینینګارد کې توغندي ځای پر ځای کړي»

۱۳۹۶ بهمن ۱۸, چهارشنبه

بالتیک سمندر ته څیرمه په کلینینګارد په ښار کې د «اسکندر» په نامه د اتومي وسلو د لیږد توغندي د ځای پر ځای کولو تر رپوټونو وروسته، کریملین ټینګار کړی چې دوی دا حق لري چې په خپله خاوره کې توغندي ځای پر ځای کړي.

https://p.dw.com/p/2sEDG
Russland Militärische Übung mit Raketten und  Iskander-M-Rakettenwerfer
انځور: picture alliance/dpa/Y. Smityuk

 روسیې د سه شنبې په ورځ ویلي چې دوی په خپله خاوره کې هر چیرته چې وغواړي د وسلو د ځای پر ځای کولو حق لري. د روسیې له لوري دغه څرګندونې وروسته له هغې کیږي چې د دغه هیواد له لوري په کلینینګارد ښار کې د اتومي وسلو د لیږدونکي توغندي سیستم د ځای پر ځای کولو د رپوټونو تر خپریدو وروسته  ګاونډیو هیوادونو او ناټو غبرګون وښود.

کلینینګارد بالتیک په سمندر کې د روسیې «ایکسکلاو» یا هغه سیمه چې د یو هیواد خاوره د بل هیواد په خاوره کې وي. په دې ترتیب کلیننګارد د روسیې تر واکمنۍ لاندې د دې هیواد هغه برخه ده چې له روسیې جلا موقعیت لري.

په کلینینګارد ښار کې دغه ځای پر ځای شوي توغندي د دې وړتیا لري چې د ناټو غړو هیوادونو لکه پولنډ، لیتوانیا او ایستونیا خاورې په نخښه کړي.

د کلینینګارد ښار په ګاونډ کې پروت د لیتوانیا ولسمشر او د روسیې د پارلمان یو لوړپوړي غړي دغې سیمې ته د توغندیدو د لیږد خبر ورکړی دی، خو روسیې په خپله د دې توغندي سیستم د لیږلو پخلی نه دی کړی.

له خبریالانو سره د تلیفوني کنفرانس له لارې د کریملین له ویاند دیمیتري پیسکوف څخه د دې توغندي د لیږلو په هکله پوښتنه وشوه. پیسکوف د دې پوښتنې په ځواب کې وویل چې: «د روسیې په خاوره کې د یوې او یا بلې وسلې لیږل او یا هم د یوې او بلې پوځي قطعې ګمارل دا په ځانګړې توګه د روسیې د فدراسیون د ځمکنۍ بشپړتیا موضوع ده.»

د کریمیلین ویاند همدا راز زیاته کړه چې: «روسیې هیڅ کله څوک تهدید کړي نه دي او څوک تهدیدوي هم نه. په طبیعي توګه روسیه د ځمکنۍ بشپړتیا له امله دغه حق لري چې وسلې د خپلې خاورې په هره برخه کې ځای پر ځای کړي.»

متحده ایالات په ختیځه اروپا کې د درنو وسلو پرزیرمه کولو غور کوي

بل لوري ته بیا د لاتویا د بهرنیو چارو وزیر ایدګارز رینکیویکس ویلي چې د [روسیې د توغندي] دغه ګمارنه د ناټو سازمان په منځ کې د متحدینو د وړتیا د غښتلي کولو له پاره انګیزه یوځل بیا راتازه کوي.

د ناټو د سازمان غړو هیوادونو ته نږدې په کرینلینګارد کې د روسیې له خوا د وسلو د لیږد مسئلې ته د ناټو سازمان د ځینو متحدینو له لوري د روسیې او د غربي ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د ترینګلیتیا په صورت کې د تهدید په توګه کتل کیږي.

د ناټو سازمان یوه چارواکي د نوم د نه ښوولو په شرط د دې موضوع په هکله ویلي چې زموږ [ناټو غړو هیوادونو] پولو ته نږدې د توغندیو هر راز ګمارنه چې د اتومي وسلو د لیږد وړتیا ولري، د کړکیچ په کمولو کې مرسته نه کوي. د روڼیتا د روحیې په پار، موږ د دې مسئلې په هکله د روسیې له خوا د لا ډیر وضاحت په تمه یو.»

یو انځوریز البوم زموږ له آرشیف څخه: