1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: سي آی اې په پاکستان کې د بې پيلوټه الوتکو حملې ځڼدولي دي

۱۳۹۰ دی ۳, شنبه

د لاس انجلس ټایمز د یو رپوټ له مخې د امریکا متحده ایالاتو مرکزي استخباراتي اداری، CIA، له پاکستان سره د کش او کړپ له امله د دغه هیواد د ټيت پوړو اورپکو په ټولیګو باندې د بې پیلوټه الوتکو توغندي بریدونه ځنډولي دی.

https://p.dw.com/p/13YqV
د پاکستان په قبایلي سیمو کې وخت ناوخته د بې پیلوټو الوتکو بریدونه تر سره کیږي.
د پاکستان په قبایلي سیمو کې وخت ناوخته د بې پیلوټو الوتکو بریدونه تر سره کیږي.انځور: AP

د متحده ایالاتو د اوسنیو او پخوانیو چارواکو چې نومونه یې نه دي بربنډ شوی، له خولې نوموړې ورځپاڼې د جمعې « د ۲۰۱۱م کال د دسمبر ۲۳مه» ورځ په یوه مقاله کې لیکلي چې د CIA  د دغو نه اعلان شوو حملو د ځڼدولو هدف دا دی تر څو د دواړو هیوادونو ترمنځ د بې اعتمادې په خړه پړه فضا کې رڼایي رامنځ ته شی.

د امریکا متحده ایالاتو او د پاکستان  تر منځ اړیکي  نورې هم هغه وخت ترینګلې شوې چې تیره میاشت له افغانستان سره په ګډه پوله کې د پاکستان په یوې امنیتي پوستې باندې د ناټو له لوري په یو هوایي برید کې ۲۴ پاکستاني سرتیري ووژل شول.

د ناټو او متحده ایالاتو یو ګډ پلټونکی پلاوی دې نتیجې ته ورسید چې د دواړو اړخونو ترمنځ د ځینو ستونزمنو اشتباهاتو او ګوډو او ماتو مخابراتي تماسونو له امله دغه مرګي  ژوبلې رامنځ ته شوې دي. خو پاکستان د پلټنو دغه نتیجه نه مني او ردوي.

د لاس انجلس ټایمز د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې ځنډ په داسې وخت کې رامنځ ته کیږي چې  د ولسمشر، بارک اوباما، په حکومت کې  دCIA  د نوموړو پټو حملو د راتلونکي په هکله  شخړه روانه ده.

CIA  د ۲۰۰۴ کال څخه را په دې خوا په دغو حملو کې د  القاعدې یو ګن شمیر  اپراتیفي قوماندانان او دغه راز په سلګونو ټيټ پوړي کسان ووژل، خو د امریکایي ورځپاڼې د رپوټ له مخې دغو حملو د پاکستان په دننه کې د عامو خلکو په منځ کې د امریکا ضد احساسات راپارولي دي. لاس انجلس ټایمز وایي چې د  متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت او د ملي امنیت د شورا د ځینو چارواکو په نظر د بې پیلوټه الوتکو د حملو د ګټی پر ځای تاوان زیات دی.

هغوي استدلال کوی چې د زور پالونکو په لیکو کې د افرادو تشه که  لوړ پوړي دی او که ټیت پوړي، ډیر ژر بیرته ډکیږی. سر بیره پر دې د پاکستان حکومت ادعا کوی چې د دې ډول حملو تاوان ډیر زیات ملکي وګړو ته رسیدلی، د خلکو غوصه یې راپارولې ده او د ولسمشر، آصف  علی زرداري،  حکومت بې ثباته کوي. خو متحده ایالات د پاکستان دا ادعا نه منی چې د بې پیلوټه الوتکو په حملو کې دې ډیر زیات ولسي وګړي وژل شوي وي.

د لاس انجلس ټایمز د ورځپاڼې د رپوټ په دوام کې راغلې دی چې د متحده ایالاتو ځیني استخباراتي مامورین  له CIA څخه غواړي چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یولسمې پیښې  څخه را په دې خوا د «نیمه پوځي حملو نقش» څخه نور زیاتي لاس واخلي او د پخوا په څیر دې «استخباراتي فعالیتونو» ته ځان ځیر کړي.

د ورځپاڼې  په رپوټ کې دا هم ویل شوي دي چې هغوي وړاندیز کوي چې دغه «ماموریت» ( د بې پیلوټه الوتکو حملی) د دفاع وزارت خاصې  عملیاتي قوماندانې ته وسپاري. دغه قومانداني خپله بې پیلوټه الوتکې لري او سومالیه او یمن کی همدا اوس د ترهګری ضد په عملیاتو لاس پورې کوي.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: سید ریاض