1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: له یونان څخه د مهاجرو د کورنیو غړي آلمان ته رسیږي

۱۳۹۶ مهر ۱۹, چهارشنبه

د یوې ورځپاڼې په حواله، د آلمان حکومت له خپلو کورنیو سره د هغو زرهاو مهاجرو د یوځای کیدو بهیر چټګوي چې پخپله په آلمان کي دي خو کورنۍ یې بیا په یونان کي اوسیږي. په دغو مهاجرو کي افغانان هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/2ld9M
Dortmund Ankunft Flüchtlinge Zug
انځور: picture-alliance/dpa/H. Oczeret

د آلمان د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ د «نوین اوسنابروکه څایټونگ» ورځپاڼي د یوې پوښتني په ځواب کي ویلي دي چي د آلمان حکومت د یونان له حکومت سره په نژدې تماس کي پاتیږي، ترڅو د دې له پاره ښه زمینه برابره کړي چي «په متوسط وخت کي بیرته آلمان ته د مهاجرو د کورنیو غړي ولیږدول سي.»

دغه مهاجرين بیرته باید د دوبلین د مقرراتو پر اساس په شپږو میاشتو کي ولیږدول شي.

خو د وزارت په خبره په تیرو اوونیو کي له یونان څخه د کورنیو غړي تر پخوا ډیر راانتقال سوي دي. د بیلګې په توګه په تیر سپتمبر میاشت کي ۲۶۲ د کورنۍ غړي آلمان ته رسیدلي ول، چي دا د اگست میاشتي په پرتله دوه برابره لوړه شمیره ده. په دغه میاشت کي ۱۱۷ تنه د کورنیو غړي آلمان ته راغلي ول. په مې میاشت کي بیا د هغوی شمیر یوازې ۸۲ تنه وو. په ټول ۲۰۱۷م کال کي تر اوسه پوري ۱۸۸۵ د کورنۍ غړي آلمان ته لیږدول شوي دي .

له بلي خوا له میاشتو راهیسي په زرهاوو هغه سوریایي، افغان او عراقی مهاجر په یونان کي بند پاته دي چي نیمايي کورنۍ یې وختي لا په آلمان کي ده. خو د آلمان د مهاجرو او پناه غوښتونکو د ادارې یا (BAMF) پر ژمنو سربیره هغوی لا هم دې هیواد ته له خپلو کورنیو سره د یوځای کیدو په موخه نه دي رسیدلي.

د آلمان حکومت د دې کار د نه ترسره کیدو لامل د همغږۍ او لوژیسیتکي چارو په برخه کې ستونزې په ګوته کوي. سربیره پر دې د مرکزي او ایالتي حکومتونو له پاره د هغوی د جذب او استوگني ځای پیدا کولو امکانات هم لږ ول.

په همدې حال کي د آلمان په پارلمان یا بوندستاګ کي د کیڼ اړخو د فراکسیون د داخلي سیاست ویاندې اولا یېلپکه، له دغه خبر څخه هرکلی کړی دی او هغه یې «د زرهاوو له شک سره مخامخ انسانو له پاره یوه هیله مندي» بللې ده.

دې ویلي دي چی دا یو ښه خبر دی چي د «آلمان حکومت بیرته مقررات او قوانین مراعتوي».

زموږ له ارشیف څخه: