1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په آلمان کي ډېر لږ افغان مهاجر په جنايي جرمونو کې ښکیل دي»

۱۳۹۴ دی ۲۲, سه‌شنبه

د یوې آلمانې مجلې د معلوماتو له مخې د کولن ښار د پولیسو د یوې داخلې ارزوني پر بنسټ د افغانستان، سوریی او عراق مهاجرین ډير لږ په جنايي جرمونو کې ښکیل ښکاري. بالقمابل د شمالي افریقا د مهاجرو د جنايي جرایمو کچه لوړه ده.

https://p.dw.com/p/1Hc3X
Deutschland Schüsse auf Flüchtlingsunterkunft Dreieich
انځور: picture-alliance/dpa/F. Rumpenhorst

د آلمان د «شترن» مجلې چې له هامبورگ څخه خپریږي د سه شنبه په ورځ په خپله یوه مقاله کې لیکلي دي: هغه مهاجرین چې له افغانستان، سوریې او عراق څخه آلمان ته راغلي دي «د جنايی جرمونو له اړخه» له پولیسو سره ډير لږ ېې دوسیې لري.

«شترن» خپل دغه معلومات د کولن د پولیسو د یوې داخلي مجلې «فوروم» د یو رپوټ په حواله خپاره کړي دي. په دغه رپوټ کې ویل شوي دي: «د دغو هیوادونو خلک د جنايي پولیسو له نظره تر اوسه پوري ډیري زیاتې ستونزې نه دي رامنځ ته کړي.»

په دغه رپوټ کې ویل شوي دی: باالقمابل هغه مهاجرین چې له شمالي افریقا، بوزنیا - هرزیگوینا او مونتینگرو څخه راځي، له پولیسو سره ډيري زیاتې «جنايي دوسیې» لري.

البته په دغو ارزونو کې هغه جرایم چې د نوي ۲۰۱۶ میلادي کال د جشن د لمانځنې په شپه د کولن د اور گاډي په عمومي تمځای کې پیښ شول، شامل شوي نه دي.

د نوموړو معلوماتو له مخې د کولن د پولیسو ریاست یوازي د ۲۰۱۴م کال له اکتوبر مياشتي د ۲۰۱۵م کال تر نومبر پوري د مهاجرو په مینځ کې د جنايي جرمونو ارتکاب ارزولی دی.

په دې ارزونه کې د هغو مهاجرو د «هویت او شهرت» معلومات پلټل شوي دي چې په آلمان کې بې له قانوني اسنادو ثبت کړای شوي دي. د بیلگې په توگه په پلټنه کې په مشخصه توگه پوښتنه شوې ده چې هغه خلک چې د قانوني اقامې د نه درلودلو په وجه مجرم گڼل شوي او د پناه غوښتنې له وړاندي کولو څخه وروسته بیا د یو جرم مرتکب شوي دي، د کومو هیوادونو تابیعت لري.

د «شترن» مجلې د معلوماتو له مخې دغه ارزونه اساساً دا ښکاره کوي چې د مهاجرو زیاته برخه چې له ډير پخوا څخه په آلمان کې د پناه اخیستلو په لټه کې شوي، له راجیستریشن څخه وروسته ډير زیات د جرم مرتکب شوې نه دي.

د پولیسو د مجلې په رپوټ کې چې «شترن» تری خپله مقاله جوړه کړی ده، راغلي دي چې په کو لن کې له ۱۱۱۱ سوریايی مهاجرو څخه په دې موده کې یوازي پنځو تنو يې جنايي دوسيې پیدا کړي چې حتی نیم فیصد هم نه کیږي.

دغه راز په کو لن کې له ۶۶۰ افغان مهاجرو څخه څلور تنه ېې د جنايي جرمونو مرتکب شوي دي. د پلټنې په نوموړې موده کې د ۷۸۹ عراقیانو څخه ۱۹ او د ۲۹۴ ایرانیانو څخه نهه تنه یی په جنايی جرمونو کې ښکیل شوي دي.

په رپوټ کې ویل شوي دي چې د شمالي افریقا مهاجرو د جنايي جرایمو له لحاظه ریکارد مات کړی دی. هغه داچې: په کو لن کې د ۵۲۱ ثبت شوو مراکشیانو څخه ۴۰ سلنه جنايي جرایم لري. دغه راز د ۲۶۰ الجزایریانو او ۵۷ تونسیانو کې هم ۴۰ سلنه په جنايي جرمونو لاس پوري کړی او له پولیسو سره دوسیې لري.

د جنايي ډول مختلف دي: د د کانونو غلا، کیسه بري او دغه راز د موټرو غلا او داسي نور.