1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: په سعودي کې نهه امریکایان د «ترهگرۍ» په تور نیول شوي

۱۳۹۴ بهمن ۱۲, دوشنبه

د سعودي عربستان یوې ورځپاڼي خبر ورکړی دی چې په دې هیواد کې نهه امریکایان د ترهګرۍ په تور نیول شوي دي. امریکایي چارواکي وايي چې اوس د دې خبري د ریښتینوالي د معلومولو په حال کې دي.

https://p.dw.com/p/1HmjI
انځور: Fayez Nureldine/AFP/Getty Images

په انګلیسي ژبه خپریدونکې «سعودي جازیت» ورځپاڼي د یکشنبې په ورځ خبر ورکړ چې نیول شوي کسان تیره اوونۍ په ترهګرۍ تورنو ۳۳ نیول شویو کسانو په ډله کې شامل دي.

دغي ورځپاڼي د یوې داسې سرچینې په حواله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، لیکلي دي چې په نیول شویو کسانو کې۱۴سعودیان، درې یمنیان، دوه سوریایان، یو اندونیزیایي، یو فلیپینی، یو د متحدو عربي اماراتو تبعه، یو قزاقستانی او یو تن هم فلسطینی شامل دی.

وروسته بیا امریکایي چارواکو وویل چې هغوی تر اوسه پوري دا خبره نه شي تائیدولای چې د نیول شویو کسانو په ډله کې دي کوم امریکایي وګړی هم شامل وي. یوې سرچینې ویلي دي چې اوس هم امریکایان او هم سعوديان د نیول شویو کسانو د هویت د ارزولو په حال کې دي.

یوه امریکایي چارواکي د فرانسې خبرې آژانس ته ویلي دي: «د بهرنیو چارو وزارت دا خپل مسئولیت بولي چې په جدي توګه په بهر کې له امریکایانو سره مرسته وکړي. د خصوصي حریم د مراعتولو له پاره، موږ اوس په دې اړه نور څه نه وایو.»

«سعودي جازیت» ورځپاڼي دا خبره نه ده روښانه کړې چې ایا نیول شوو کسانو له ترهرگري ډلي اسلامي دولت سره تماس لاره، که نه. سعودي عربستان په ۲۰۱۴م کال کې داعش یوه ترهګره ډله اعلان کړه. دغي ډلي په وروستیو وختونو کې پر سعودي عربستان باندې د یوه ترسره شوي برید پړه هم پر غاړه اخیستې ده.

«سعودي جازیت» ورځپاڼې ویلي دي چې د وروستیو بریدونو په تړاو هم ځيني تورن کسان نیول شوي دي. سعودي عربستان هغو کسانو ته چې د ترهګرو په اړه پولیسو ته معلومات ورکړي، ډیري لوړي جایزې ورکوي.