1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: په سوريه کي بشري حقونه سخت پايماله دي

۱۳۹۱ شهریور ۲۹, چهارشنبه

په ملگرو ملتو کي د بشري حقونو کمېسارۍ پخپل يوه تازه رپوټ کي د سوريې په کورني جنگ کي له بشري حقونو څخه د سرغړونو نور معلومات وړاندي کړي دي.

https://p.dw.com/p/16BS4
انځور: Daniel Etter

په ژنيو کي د ملگرو ملتونو د بشري حقونو شورا په سوريه کي د زورزياتيو د ډېرېدو په هکله سخته اندېښنه ښوولې ده. دغي شورا د سپتمبر د مياشتي پر۱۷نېټه پخپل يوه رپوټ کي د بشارالاسد د حکومت او اپوزيسيون تر منځ په کورنيو شخړو کي له بشري حقونو څخه د سرغړونو د ډېرو پېښو يادونه کړې ده.

د تېرکال د نوومبر په مياشت کي۴۷هيوادونو په لومړي ځل د برازيلي ديپولومات، سيرگيو پين هايرو، په مشرۍ د پلټني يو کميسيون سوريې ته واستاوه. هغه د دغو پلټنو په اړه وايي:

«په سوريه کي د بشري حقونو حالت تر دې اندازې پوري خراب سوی دئ، چي څوک نه سي کولای هغه په يو څو کلمو او ياجملو کي بيان کړي. د ۲۰۱۱ ميلادي کال د سپتمبر له مياشتي راهيسي دغه کميسيون له نزدې۱۱۰۰ عيني شاهدانو په حواله شپږ رپوټونه له ټولو جزئياتو سره د بشري حقونو شورا ته وړاندي کړي دي، چي پکښې له بشري حقونو څخه د سختو سرغړونو او جنگي جنايتونو په اړه موضوعگاني شاملي دي.»#bbibg#

د دغه کميسيون کار آسانه هم نه وو، ځکه چي جمهور رئيس بشارالاسد سوريې ته د هغو د ننوتلو مخنيوی کاوه. دغه راز د بشري حقونو کميسارې ناوي پيلاي، هم په خپل رپوټ کي د وسله وال اپوزيسيون له خوا له بشري حقونو څخه د سرغړونو په اړه ډيري خبري کړي دي.

دا وايي:«د انسان تښتوني، شکنجو، د اپوزيسيون له خوا د حکومتي عسکرو د وژلو او پوځ ته د ملکي کسانو د جبري جلب و جذب په اړه ډېر رپوټونه ورکول سوي دي.»

پر دې سربيره، د دې په دواړو رپوټونو کي پر دې خبره باندي هم ټينگار سوی دئ، چي له بشري حقونو څخه د سرغړوني پېښي بيا هم لکه پخوا زياتره د حکومتي ځواکونو له خوا تر سره سوي دي.

له بلي خوا د امنيستي انترنيشنل يا د بخښني د نړيوال سازمان له خوا يوه بله ټاکل سوې استازې دونا تيلا راويرا، چي د اپريل، می او اگست په مياشتو کي په سوريه کي وه، هم ورته پېښو ته اشاره کوي:

«ما د سوريې په ۲۳ ښارونو او کليو کي له بشري حقونو څخه د سرغړوني ډېري داسي پېښي وليدلې سوې چي يو له بل سره ورته وې. ځوانان به له کورونو څخه په زور را ايستل کېدل  او اعدامېدل. د دوی جسدونو او کورونو ته به اور اچول کېده.»

Syrien Aleppo Angriff Feuer
انځور: Reuters

امنيستي انترنشنل په سوريه کي د روغتيايي تاسيساتو د خرابولو خبره هم کوي. دوی وايي چي په کورنيو جنگونو کي د دا ډول تاسيساتو خرابول له بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده. تيلاراويرا وايي:

«هغو ښارونو ته چي زه تللې يم، په ټولو کي په قصدي او سيستماتيک ډول روغتونونه او طبي پرسونل ويشتل سوي او له منځه وړل سوي دي.»

د بخښني نړيوال سازمان د ملگرو ملتونو له امنيت شورا څخه غوښتنه کوي چي په سوريه کي دي بالاخره کورنی جنگ او د بشري حقونو د سرغړوني دا ډول پېښو ته د پای ټکی کښېږدي. د سوريې له پاره د پلټني کميسيون به دوې مياشتي وروسته د امنيت شورا ته خپل اووم رپوټ هم وړاندي کړي.

اندرياس/ گل غوټۍ پوپل
کتونکی: نجيب الله زيارمل