1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ریاض: په نښتو کې یو پولیس او یو تن بلواگر وژل شوی دئ

۱۳۹۱ مرداد ۱۴, شنبه
https://p.dw.com/p/15js4

د سعودي عربستان دولتي خبري آژانس ویلي دي چې د دغه هیواد په ختیځ ولایت کې چې شعیه گان پکښې میشت دي تیره شپه په نښتو کې یو تن پولیس او یو تن لاریون کوونکی وژل شوی دئ.

د سعودي پریس آژنس په خبره یوه امنیتي گزمه د څلور وسله والو بلواگرو له خوا تر برید لاندې راغلي ده چې په ترڅ کې ئې یو تن پولیس وژل شوی او یو بل تن ټپي دئ. نوموړي خبري آژانس د سعودي عربستان د کورنیو چارو د وزارت د ویاند په حواله ویلي دي چې په نښته کې یو تن بلواگر هم وژل شوی دئ.