1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زابل: په شاه جوې ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي ودانۍ جوړه شوه

۱۳۹۱ تیر ۲۳, جمعه

د زابل ولایت په شاه جوې ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي د جوړولو چارې بشړې او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل سو. پر دغه ودانۍ ۳۰۰ زره امریکایي ډالره لگښت راغلی دئ چې د ولایتي بیا رغاونۍ (پي آر ټي) د تیم له خوا ورکړل شوي دي.

https://p.dw.com/p/15XGC
انځور: AP

د شاه جوې ولسوال صد یق خان، د تیلفون پر کرښه دویچه ویله (المان غږ) ته وویل چې دغه ښوونځی څوارلس خونۍ لري چې لس ئی درسی او پاتې ئی اداري خونۍ دي.

نوموړي زیاته کړه چې پر دې ښوونځي باندې درې سوه زره امریکایي ډالره لګښت راغلی دئ چې د ولایتي بیا رغاوني د تیم له لوري ورکړل سوي دي.

هغه زیاته کړه چې یاد ښوونځی د دې ولسوالۍ د مسکین آباد په سیمه کې جوړ سوی دئ. د ولسوال په وینا هڅه به وکړي چې په نوموړي ښوونځي کې یو شمیر مسلکي ښوونکي په دنده وگماري.

د شاه جوې د ولسوال د څرګندونو له مخې اوس مهال په دې ولسوالۍ کې ۴۲ بابه ښوونځي پرانستل سوي او دمگړۍ زده کوونکي پکښې پر زده کړو بوخت دي. نوموړی وایي چې د شاه جوې د ولسوالۍ خلک هم له تعلیم سره مینه لري او خپل بچیان ښوونځیو ته د زده کړي له پاره لیږي.

په جنوب غرب حوزه کې اوس هم د ليري پرتو سيمو اوسيدونکي اوهم یو شمیر ښار میشته اوسيدونکي د ښوونې او روزنې په برخو کې له پرمختگونو څخه خوښ بریښي. د دغه سیمو د يو شمير اوسيدونکو په وينا چې خپلو بچوته د کتاب او قلم په لاس کي ورکول هغه څه دي چه هم پرې د دوی اوهم د وطن راتلونکي روښانه کيږي.

په داسې حال کې چې په تيرو کلونو کې په ليري پرتو سيمو کي ګڼ شمير ښوونځي د امنيتي او سيمه یيزو ناخوالو له کبله د زده کوونکو پر وړاندې تړل سوي ول، خو اوس مهال بیرته د ښوونې او روزنې پر مخ تړلې دروازې یو په بل پسې پرانیستل کیږي.

حکمت الله اسلمي/ زابل
کتونکی: سید ریاض