زامبيا: په شل کلنه واکمني کي بدلون راغلی
۱۳۹۰ مهر ۲, شنبهمايکل ستا څو واره د اپوزيسون د مشر په حيث ځان کانديدکړی ؤ او نه ؤ بريالي سوی ، خو اوس بلاخره دادی پر هغه باندي کاميابه سو. ۷۴ کلن مايکل سَتا اوس جمهوررييس سو . دغه مسلکي سياستمدار ته د خپلو سختو الفاظو د استعمال له کبله د کوبرا مار لقب ورکول سوی دی.
د رايو په ډير اکثريت سره ده وکولای سول چي د برحاله جمهوررييس روپيه بانډا څخه انتخابات يوسي. د انتخاباتو ګټونکی مايکل سَتا په دې پوه ؤ چي څنګه دټولني د نارضايتی څخه استفاده وکړي او هغه په خپله ګټه وڅرخوي. د ده د جمهوري رياست د وفاداری د لوړي په مراسمو کښي ډير احساسات او خوشالی موجودي وې.
د اقتصادي لحاظه زامبيا په ډ ير ښه حالت کښي قرار لري او په دې ورستيو وختو کښي يې اقتصادي وده ۷ ٪ وه . زامبيا د اومو موادو د لحاظه ډير موړ هيواد دی او د نړی د مسو د توليداتو له کبله ۷ لوی هيواد دی . خو د مسو د خرڅلاو څخه ولس ته ډيره لږ ګته رسيږي . دغه خبره د زامبيا په پايتخت لوساکا کښي د جرمني د فريدريش اېبرت د علمي مؤسسې د نمايندګی څخه هاينر ناومن هم تاييدوي اووايي:
«بايد وويل سي چي که څه هم سږکال د مسو بيي ډيري زياتي لوړي سوي دي اويو ټن يې تر ۱۰۰۰۰ ډالره هم اوښتی دی، خو بيا هم متأسفانه نه يوازي معاشونه په حقيقي ډول لوړ سوي دي ، بلکه د کانو د کارګرانو معاشونه لا راکښته سوي هم دي. »
د هغو ګټه زيادتره خارج ته رسيږي او په خاص ډول چين ته . د زامبياد آزادي صنفي اتحاديو رييسه نونډه زيموکوکو هم شکايت کوي چي خارجي شرکتونه په ډيري بيرحمی سره هر څه چوروي:
«معاشونه دونه لږ دي ، چي اکثريت کارګران د فقر په حالت کښي ژوند کوي.»
په رسمي ډول د هرو لسو زامبيايانو څخه ۹ تنه بيکاره دي. مايکل سَتاچي تر ۲۰ کلو وروسته يې د MMD ګوند دقدرت څخه ليري کړی دی ، غواړي دغه حالت ته تغير ورکړي . ده د ښې روزني او ښووني وعده هم ورکړې ده. ځوانانو هم په ده باندي اعتماد کړی دی او رايي يې ورکړي دي . دوه تنه زامبيايان په دې اړه داسي وايي:
«ما دی انتخاب کړی ، ځکه چي موږ تغيرات غواړو. شايد دی تغيرات راولي ، خو زه په هغه باندي مطميينه نه يمه. »
مايکل سَتاته چي د يوه ولسي شخص او موګابه دعلاقه مند په سترګه کتل کيږي ، اوس نو بايد دا وښيي چي د ولس دغه اميدواری ته مثبت جواب ورکوي. د بلي خوا دا چي په زامبيا کښي تر يوې ګرمي او تر يوه حده پوري د تشدده ډکي انتخاباتي مبارزې وروسته قدرت تغير وخوړی ، ددې نخښه ده چي هلته يوه ثابته ديموکراسي موجوده ده. بيا نه انتخابات سوي جمهوررييس روپيه بانډا خپله ماته ومنله او دولس څخه يې د پخلايني او سولي غوښتنه وکړه.
محمد قاسم نوري
کتونکی: احمدولي اڅکزی