1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زده کوونکو ته د وطنپالني زده کړي ورکول کيږي

۱۳۹۱ مهر ۳, دوشنبه

افغان حکومت پتېيلې ده چي پخپل پوهنیز نظام کي د „حب الوطن“ په نوم يو نوی مضمون ور زيات کړي. دوی وايي، د دغه کتاب منځپانگه به د وطنپالني پر بنسټونو ولاړه وي او دا به د زده کوونکو په زړونو کي د وطنپالني ولولې و روزي.

https://p.dw.com/p/16DFv

د افغانستان د پوهني وزارت وايي، چي په دغه نوي کتاب کې به وطن دوستي، د جگړې د قربانیانو په اړه معلومات، د خپلواکۍ غوښتني ځانگړني، د تاریخي، ملي، سیاسي، ادبي، علمي او فرهنگي شخصیتونو پیژندگلوي شامله وي.

دغه کتاب پر داسي مهال چاپ ته چمتو کيږي، چي اټکل کيږي د را روان کال په ښونیز نظام کي شامل شي.

د پوهني وزارت ویاند امان الله ایمان په کابل کي دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته وويل، چي دغه کتابونه به له لومړنيو ټولگیو نه پیل بیا تر لوړو ټولگیو پوري زده کوونکو ته وویشل شي.

ایمان وايي دمگړۍ د تالیف او ترجمې د څانگي تر څنگ د افغانستان وتلي تاريخپوهان او لیکوالان د دغه کتاب په بشپړولو بوخت دي او دا به تر دقیق ترتیب او بیا کتني وروسته په لوړ تیراژ او ښه کیفیت چاپ شي.

د ایمان په خبره، اوس هم د افغانستان د تعلیمي نصاب په یو شمیر کتابونو کي د ملي او ټولنیزو مسائيلو او فرهنگي شخصیتونو او ارزښتونو په اړه يو لړ معلومات شته. خو د دې کتاب د چاپ دلیل دا دئ، چي دا ټول مسایل سره را ټول او د یوه کتاب په بڼه ئې د زده کوونکو په واک کي ورکړي.

دغه راز د افغانستان د پوهني وزات د تخنیکي زده کړو مرستیال آصف ننگ وايي، چې د دې کتاب یوه بله موخه دا ده چي د وطن بچیان د وطن دوستۍ په روحیه له سیاسي لوبو ليري وروزو.

د ننگ په خبره، ولسمشر کرزي لارښوونه کړې ده چي د حب الوطن په نامه یاد کتاب په را روان۱۳۹۲کال کي په ښونځیو کي د تدریس له پاره چمتو او پر زده کونکو وویشل شي.

له تیرو څو کلونو راهیسي د افغانستان د پوهني د نظام د رغولو له پاره هڅي رواني دي.

حکومت وايی په دغه برخه کي ئې د پام وړ پرمختگونه کړي دي، چي اوس په ميلیونونو ماشومان ښونځیو ته ځي، گڼ شمېر ښونځيو ته ودانۍ جوړي شوي دي او په زرونو تنه ښونکي ئې د پوهني د اصلاح د پروگرام تر پوښښ لاندي راوستلي دي او لوړ مالي امتيازونه ئې ورکړي دي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زیارمل