1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زرداري او من موهن سنگ سره ولیدل

۱۳۹۱ فروردین ۲۰, یکشنبه

د هند لومړي وزیر من موهن سنگ او د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري په نوي دهلي کې غیر رسمي لیده کاته تر سره کړل.

https://p.dw.com/p/14ZTe
انځور: AP

آصف علي زرداري په تيرو اوو کلونو کي د پاکستان لومړی مشر دئ چي د هند څخه ليدنه کوي. زداري د اجمیر شریف تر زیارت کولو د مخه له منموهن سنگ سره د څلویښتو دقیقو له پاره لیدل کتل وکړل. منموهن سنگ زرداري ته د غرمۍ د ډوډې بلنه ورکړې وه.

سنگ له زردارې سره یو په یو تر لیدو وروسته خبریالانو ته وويل: « د هند او پاکستان تر منځ اړیکي باید بیرته عادي حالت ته راوگرځي، د دواړو هیودانو گډه هیله ده.»

زرداري په خپلو خبرو کې وویل: « مونږه غواړو چې له هند سره ښې اړیکي ولرو. مونږ په ټولو هغو موضوعاتو چې پر کومو مو خبری کولای شوې خبرې وکړي او مونږ هیله لرو چې د پاکستان په خاوره کې به ژر سره بیا و وینو.»

د پاکستان ولسمشر د هند لومړي وزیر ته د پاکستان د راتلو بلنه ورکړه چې وروسته بیا سنگ هم دا بلنه ومنله.

پاکستان او هند د اتومي وسلو لرونکي دوه سيال هيوادونه دي چي د کشمير او نورو موضوعاتو پر سر د لانجو له کبله ئې تر اوسه درې جگړې هم کړي دي.

د دواړو هيوادونو تر منځ د هغه وخت راهيسي بېرته اړيکي مخ په ښه کېدو دي چي په ۲۰۱۱م کال کې پاکستان پرېکړه وکړه چي هند ته به د تجارتي لحاظه د تر ټولو غوره هیواد مقام ورکوي. خو د امريکا د متحده ايالتونو له خوا پر حافظ محمد سعيد د ۱۰ مليونو ډالرو انعام ايښودنې د پاکستان او هند تر منځ پخواني کړکېچونه بيا راتازه کړي دي.

Präsident Pakistans Asif Ali Zardari zu Besuch in Indien
انځور: AP

حافظ سعيد د جماعت الدعوه نومي پاکستانۍ ‌ډلې مشر دئ. پر هغه تور لگول کيږي چي په ۲۰۰۸م کال د هند په ممبۍ کي د بريدونو پلانوونکی وو. پدغه بريد کي ۱۶۶ انسانان وژل سوي ول. هند د حافظ سعيد پر موضوع تر اوسه له پاکستان څخه ناراضه بريښي.

د پاکستان ولسمشر د یو ۴۰ کسیز هئیت سره د هندوستان په لور خوځیدلی دئ. په دغه کسانو کې د ولسمشر زوی بلاول بهټو زرداري سربیره د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک، لوړپوړي چارواکي او د ولسمشر د کورنۍ ځیني غړي هم شامل دي.

Präsident Pakistans Asif Ali Zardari zu Besuch in Indien
انځور: AP

د هند د بهرنیو چارو سیکرتر رانجان ماتایي د دواړو مشرانو تر لیدو کتو وروسته خبریالانو ته ویلي دي چې دواړه مشرانو د کشمیر د لانجې په شمول د سیاچین او دې ورته پر نورو موضوعاتو هم خبري کړي دي.

هغه په خپلو خبرو کې پرته له دې چې افغانستان یاد کړي، زیاته کړه چې دواړو مشرانو په سیمه کې د گډو گټو په سر هم خبرې وکړې.

د پاکستان د ولسمشر زوی او د پیپلز گوند مشر بلاول بهټو او د سونیا گاندهي زوی راهول گاندهي هم سره د نوموړې غرمنۍ په حاشیه کې لیده کاته کړي دي.

د دغو لیدنو کتونو وروسته د پاکستان ولسمشر د پلازمینې دهلې څخه د راجهستان په لور وخوځید چیرې چې د خواجه معین الدین چشتي زیارت پروت دئ. زرداري همدا شان د دغه زیارت له پاره د یو میلیون ډالرو د مرستې اعلان هم وکړ.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی عبدالباري حکیم