1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زرداري د ۱۲کلنۍ عیسوي نجلۍ د نیول کیدو په اړ توضیحات غوښتي دي

۱۳۹۱ مرداد ۳۰, دوشنبه
https://p.dw.com/p/15sqL

د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري له چارواکو څخه غوښتي دي چې د یوې دولس کلنې عیسوې نجلۍ چې پرې د اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي تور لگول شوی په اړه توضیحات ورکړي. په داسې حال کې چې دغه نجلۍ پر ارثي مرض هم اخته ده.

د پولیسو په وینا دغه دولس کلنه نجلۍ چې ریمشا نومیږی په پلازمینه اسلام آباد کې د عیسویانو له یوه استوگنځای څخه د تیرې پنجنشنبې په ورځ نیول شوې ده. ریمشا اوس د څلوارلسو ورځو له پاره د پولیسو په تحویل کې ده چې له هغې څیړنې وکړي. پولیسو زیاته کړې چې دغه نجلې ئې له دې امله نیوله ده چې د ځایي مسلمانانو له خوا تر فشار لاندې وو.

داسې رپوټونه ورکړل شوي چې پر دغه نجلۍ د مذهبي کتابونو د ورقو د سوځولو تور دئ. یوه پولیس چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته د نوم د نه بربنډولو په شرط ویلي دي چې د نوموړې نجلۍ له حرکاتو څخه معلوميږي چې شاید یوولس کاله عمر ولري. د پاکستان دولتي رسنیو خبر ورکړی دئ چې د پاکستان ولسمشر د نوموړې نجلۍ د نیولو مسئله ډیره جدي نیولې او د کورنیو چارو له وزیر څخه ئې غوښتي دي چې په دې اړه هغه ته راپور ورکړي.