زرداري: زموږ خاوري ته بايد په درنه سترګه وکتل سي
۱۳۸۷ آبان ۱۴, سهشنبهزرداري داخبره دنژدې ختيځ اومنځنۍ آسيا لپاره دامريکا له عمومي قوماندان جنرال پيتريس سره دکتني په ترڅ کي څرګنده کړې ده.
داسوشيتدپرس اف پاکستان دخبر رسولو د آژانس د خبر سره سم زرداري، خبرداری ورکړی چي د بې پيلوټه الوتکو په واسطه دوامداره بريدونه دخلکو ژوند، اوملکيت ته تاوان رسوي ، اوبرعکس نتيجه لري همدغه ډول په هغه باندي دخلکو پوه کول او دتفاهم منځته راوړل ډير سخت کار دی. داکاردپاکستان اودامريکادمتحده ايالاتو پر حکومتونوباندي باورته ګواښ کوي.
تر زرداري دمخه د پاکستان د دفاع وزير احمد مختار له نوموړي امريکايي جنرال څخه دپاکستان دخاوري بشپړتيا او ملي حاکميت ته په درنه سترګه دکتلو تقاضا وکړه. مختار ويلي دي، چي د بې پيلوټه الوتکو په واسطه بريدونه، کيدای سي چي په عمومي ډول دامريکا پر ضد فضارا منځته کوي اود زور زياتي اوپاڅون سبب سي.
دپاکستان دقبايلو په سيموکي د طالبانو او القاعدې پر ګماني پټن ځايونوباندي له افغا نستان سره دګډو پولوسيموته نژدې ددې بريدونو دوام دترور په وړاندي دمبارزې دمتحدينو، يعني د امريکاد متحده ايالاتو او پاکستان ترمنځ اړيکو باندي ناوړه اغيزه کوي. دامريکادمتحده ايالتونو او د افغانستان حکومتونه ګمان کوي چي پاڅونکونکي دپاکستان له سرحدي سيموڅخه پر افغانستان باندي بريدونه کوي.
دتيري چهار شنبې په ورځ د پاکستان دبهرنيو چارو وزارت په هغه هيواد کي د امريکا د متحده ايالتونو سفيره انه پيترسن، غوښتې وه، او دا بريدونه يې دپاکستان د ملي حاکميت ټپي کول بللي ول. خو تر هغه دوې ورځي وروسته ديو بل دغه ډول بريد له امله 32 کسه پاڅونکونکي مړه شول. اوديکشنبې په ورځ د القاعدې دترويستي شبکې يو لوړ پوړی قوماندان ووژل شو، داګست د مياشتي له 13 نيټې را هيسي د افغانستان له خاوري څڅه 18 واري د طالبانو او القاعدې پر ګماني پټن ځايونو باندي د امريکايي بې پيلوټه الو تکو په واسطه د پاکستان پر سرحدي سيمو بريدونه سوي دي.
پيتريس، همدا دتيري جمعې په ورځ په نژدې ختيځ اومنځنۍ آسياکي د امريکايي ځواکونو د عمومي قوماندانۍ مقام ته ورسيدی. دی ددې مقام د لرونکي په حيث لومړی پاکستان ته تللی دی. پدې سفرکي له ده سره د امريکا دمتحده ايالاتو دبهرنيو چارو وزارت د افغانستان د چارو مامور ريچارد بچر،او په پاکستان کي د امريکا سفيره انه پيترسن، هم ملګری ول.
پيتريس، چي پخوا په عراق کي د امريکا دپوځي قواوو قوماندان و په عراق کي د امريکا دستراتيژۍ پلارګڼل کيږي. چي له 2007 کال را هيسي ددې ستراتيژۍ له لاري په عراق کي امنيتي وضعه ډيره ښه شوې ده. اوس بايد پيتريس ،د امريکا دنژد ې ختيځ اومنځنۍ اسيا دعمومي قوماندان په حيث د افغا نستان او پاکستان د سرحدي سيمو لپاره هم يوې ستراتيژۍ ته وده ورکړي.