1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زلزلې په پاکستان کي ۳۴ کسان وژلي دي

مسعود جهش (AFP, Reuters)۱۳۹۲ فروردین ۲۸, چهارشنبه

په ايران کي له پاکستان سره په سرحد کي یوې پیاوړې زلزلې د پاکستان په بلوچستان ايالت کي نزدې ۳۴ کسان وژلي دي. دا په داسې حال کې ده چې د لومړنیو رپوټونو له مخې دې زلزلې په ایران کې هم تر۴۰ زيات کسان وژلي دي.

https://p.dw.com/p/18HAr
epa03664016 A local woman worker uses her mobile phone after she was evacuated along with hundreds of other workers in Karachi, Pakistan 16 April 2013 -- a city nearest the border with Iran where a 7.8 magnitude earthquake struck. Early reports suggest that 40 have so far died but there is no information on damage. EPA/REHAN KHAN +++(c) dpa - Bildfunk+++
Erdbeben Iran Pakistan Indienانځور: picture-alliance/dpa

په پاکستان کې د سه شنبې ورځې د زلزلې له کبله نزدې ۳۴ کسان وژل شوي دي او شاوخوا ۸۰ تنه نور ټپیان دي. دغه شمیره یوه پاکستاني پوځي چارواکي رسنیو ته د نوم د نه اخيستلو په شرط ورکړې ده. دغه چارواکي ويلي دي چې د زلزلې قربانیان د پاکستان او ایران پولې ته نزدې د بلوچستان په ماشوخیلو کلي کي دي.

د هغه په خبره په دې کلي کې تر۱۰۰۰ ډیر کورونه هم ویجاړ شوي دي. د دې چارواکي په خبره اوس پاکستاني پوځ دې سیمې ته په مرستو رسولو پيل کړی دی.

دې پاکستاني پوځي چارواکي زیاته کړې ده: «د وژل شویو کسانو مړې په روغتون کې دي او ټپي شوي کسان د پوځ د ډاکټرانو له خوا تر درملنې لاندې دي. نیمه پوځیان هم د ژغورنې په عملیاتو اخته دي.»

دا په داسې حال کې ده چې لا تر اوسه پورې د ایران له خوا د زلزلې د قربانیانو په اړه وروستي رپوټونه نه دي خپاره شوي. تر دې مخکې ایران ویلي ول چې زلزلې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژلي خو بیا وروسته یې د دغې شمیر له تصدیقولو څخه ډډه وکړه.

تر زلزلې وروسته د ایران دولتي رسنيو خبر وکړ چې په زلزله کي۲۷ کسان ټپي شوي دي او دا چې اوس په سیمه کې د ژغورنې عملیات روان دي.

د ایران په هغه سیمه چې وروستۍ دوې زلزلې رامنځ ته شوي دي، د دې هیواد یوه اتومي بټۍ هم پرته ده. د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان خبر ورکړی دی، چې د زلزلې له کبله دغې بټۍ ته تاوان نه دی رسیدلی.

تر دې یوه اوونۍ مخکې هم د ایران په همدې سیمه کې یوه زلزله شوې وه چې له کبله یې ۳۷ کسان وژلي ول.

د سه شنبې ورځې زلزله په دوبی او بحرین کي هم احساس شوې وه. ویل کیږي چې په دغو هيوادونو کي هم چارواکو د يو شمېر ودانيو د تخليې امر ورکړی وو.

په نوې دهلي کې هم د ټکانونو خبر ورکړل شوی وو، خو لا تر اوسه پورې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.