1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زلمي خلیلزاد له اشرف غني سره ولیدل

۱۳۹۸ شهریور ۱۱, دوشنبه

د یوه افغان چارواکي په وینا د افغانستان د سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره لیدلي دي، څو له طالبانو سره د وروستي پړاو خبرو په هکله معلومات ورکړي.

https://p.dw.com/p/3OrkO
Afghanistan Zalmay Khalilzad in Kabul
انځور له آرشیف څخهانځور: picture-alliance/AA/Afghan Presidency Press Office

اسوشتید پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي، دغه ملاقات تائید کړی دی.

زیاته شوې ده چې زلمی خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره د نهم پړاو خبرو د ترسره کولو وروسته د یکشنبې په ورځ کابل ته ورسید او دغه ملاقات په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ماښام مهال تر سره شوی دی.

صدیقي د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د سپتمبر میاشتې دوهمه) وویل چې ولسمشرۍ ماڼۍ به ډیر ژر د دغه ملاقات په هکله معلومات خپاره کړي.

خلیلزاد تیره ورځ د ټویټر په خپل پیغام کې لیکلی وو چې دوی په قطر کې له طالبانو سره د خبرو دغه دور پای ته ورساوه او «د سلا مشورو له پاره» کابل ته ځي.

د هغه په ټویټ کې چې په پښتو ژبه یې هم لیکلی وو راغلي ول: «موږ د یوه داسې توافق په درشل کې یوو چې زور زیاتی به لږ کړي او افغانانو ته به ور پرانیزي چې سره کښيني او د یوې باعزته او پایدارې سولې او د یوه متحده او بااقتداره افغانستان په اړه چې متحده ایالاتو، متحدینو او بل هیواد ته ګواښ و نه کړي، مذاکرات وکړي.»

بین الافغاني مذاکرات چې پکښې به افغان حکومت شامل وي د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د یوه احتمالي تړون وروسته په پام کې دي.

خو له امریکا متحده ایالاتو سره پر مذاکراتو سربیره طالبانو په وروستیو وختونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی او د شنبې په ورځ یې پر کندز ښار یو ځل بیا برید وکړ. پر دې سربیره په بغلان ولایت کې هم د جګړو رپوټونه ورکړل شوي وو.