1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زلمی رسول هم د عبدالله په گټه تير سو

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۳ اردیبهشت ۲۱, یکشنبه

د افغانستان په ولسمشرۍ ټاکنو کي دريم مخکښ کانديد زلمي رسول د ډاکټر عبدالله عبدالله په گټه د تيرېدو اعلان وکړ. تر دې مخکي د ولسمشرۍ يوه بل کانديد گل اغا شېرزی هم د عبدالله په گټه تير سوی وو.

https://p.dw.com/p/1BxoX
انځور: Getty Images

زلمی رسول چي د افغان ولسمشر حامد کرزي د خوښي وړ کانديد بلل کيږي کېداسي چي د ډاکټر عبدالله په گټه له خپلي کانديداتورۍ څخه د تيرېدو په پريکړي سره د نوي جمهور رئيس په ټاکلو کي اسانتيا رامنځته کړي.

د رسول هغه پريکړه چي غوښتل يې پخپله جمهور رئيس سي ډېره نتېجه ور نه کړه، هغه د ټاکنو په لومړي پړاو کي په سلو کي ۱۱،۵ رايي وگټلې چي دا د دوو مخکښو کانديدانو په پرتله ډيري لږ وې.

زلمي رسول د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د می ۱۱) په کابل کي په يوه خبري غونډه کي وويل: «زه پر خلکو باندي ږغ کوم چي د ملي وحدت او سياسي ثبات له پاره ډاکټر عبدالله عبدالله ته رايه ورکړي چي موږ په ټاکنو کي بريالي سو.»

رسول وويل چي د ده ملاتړ به په راتلونکې مياشت کي د دوهمي دورې د ټاکنو په پايلو کي «انډول جوړونکی» وي. داسي ښکاري چي د ولسمشرۍ له پاره په دوهمه دوره ټاکنو کي به ډاکټر عبدالله عبدالله د نړيوال بانک له پخواني اقتصاددان ډاکټر اشرف غني احمدزي سره صندوقونه کښيږدي.

په لومړيو ټاکنو کي له دغو دواړو مخکښو کانديدانو څخه يوه يې هم په سلو کي پنځوس رايي نه وې گټلي. عبدالله ۴۴،۹ سلنه رايي ترلاسه کړي وې او اشرف غني بيا په سلو کي ۳۱،۵ سلنه رايي خپلي کړي وې. په پلان کي ده چي د لومړيو ټاکنو وروستۍ رسمي پايلي به د راتلونکي چهارشنبې په ورځ اعلان سي.

د روان مېلادي کال د اپريل مياشتي پر ۵ نېټه د افغانستان د ولسمشر ټاکني د افغان حکومت د يوې ستري بريا په توگه يادي سوې. په دغو ټاکنو کي د ۲۰۰۹ کال په پرتله لږ امنيتي ستونزي رامنځته سوې. خو د کارپوهانو په اند د ټاکنو دوهمه دوره چي په دغه هيواد کي په جون مياست کي ترسره کيږي کېدای سي چي د افغان امنيتي ځواک له پاره سرخوږی پيدا کړي. ځکه په خبره يې دغه موسم په افغانستان کي د «جنگ موسم» بلل کيږي.

اوس که چيري په راتلونکو اونيو کي خبري اتري وسي، کېدای سي چي دوهم واري ټاکني ترسره نسي. خو ولسمشرۍ ته دواړو مخکښو کانديدانو اشرف غني او عبدالله د قدرت د وېش پر سر خبري اتري کول رد کړي دي.

افغان ولسمشر حامد کرزي چي د اساسي قانون له مخي د دريم وار له پاره خپل ځان جمهوري رياست ته نسوای نومولای، ويلي دي چي په دغو ټاکنو کي بې طرفه پاته سو. خو په کابل کي ديپلوماتان وايي چي په لومړيو ټاکنو کي زلمي رسول په پټه د کرزی ملاتړ لاره.