1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

زموږ د بدن مدافع سيسټم څرنگه کار کوي؟

۱۳۹۶ بهمن ۳, سه‌شنبه

کله چې موږ په ريزش، ټوخي او يا نورو ناروغيو اخته کيږو نو د بدن مدافع سيسټم ته مو اړتيا پيدا کيږي. د بدن مدافع سيسټم په اصل کې ټول وخت زموږ د روغتيا له پاره مبارزه کوي. خو څرنگه؟

https://p.dw.com/p/2rM4L
Blutzellen
انځور: Colourbox

د بدن مدافع سيسټم يو ډير پيچلی جوړښت دی چې هڅه کوي زموږ بدن په دوامدار ډول له بهر څخه د داخل شوي دښمن په مقابل کې وساتي. په اصل کې زموږ بدن دوه مختلف سيسټمونه لري.

ذاتي مدافع سيسټم

له دوی څخه یې يو ذاتي دی. دا ډير اغیزمن او چټک دی او د بيلگې په توگه د دې غم خوري چې باکترياوي ډيرې ژر وموندلي شي او بې ضرره کړل شي. دا يوازي ځانگړي باکترياوي او يا ويروسو نه په نخښه کوي، بلکې له بهر څخه بدن ته د داخليدونکي هر دښمن مقابله کوي. دا که څه هم چټک دی خو اغیزتيا یې محدوده ده او نه شي کولای د ناروغيو د ځينو مشخصو عاملينو پر ضد په شدت سره مبارزه وکړي.

د وينو سپين کورويات د ذاتي مدافع سيسټم برخه ده. د ويني سپين کورويات په تيموس غده او يا د هډوکو په مغز کې توليديږي. د تيموس غده چې زړه ته نزدې پرته ده، زموږ د بدن د لونف سيسټم يوه برخه ده.

د ويني سپين کورويات د وينې او د لونف سسټم له لاري د بدن ټولو برخو ته رسیږي څو د بهر څخه د داخل شويو باکترياوو او ميکروبو پر ضد وجنگيږي. په وينه کې د سپينو کوروياتو زيات مقدار د يوه التهاب او يا ميکروبي ناروغۍ نخښه وي. د ويني د معايني له لاري سړی په دې پوهيدلای شي.

د هغه د مخه چې عامل بدن ته داخل شي، دوی بايد له ډيرو بندیزونو او خنډونو تير شي. دا په لومړي کتار کې د پوست او د پوزې، غمبر او ستوني له پردو تير شي. دغه خنډونه د ناروغتيا د عامل پر وړاندي ډير مقاومت کوي او نه پريږدي چې بدن ته داخل شي.

په دې توگه دوی هم د بدن د مدافع سيسټم برخه ده. همدا راز کيمياوي مواد لکه د بدن تیزاب او يا انزايم هم د همدې سيسټم برخه ده او بدن ته د بکترياوو او ويروس د داخليدو مخه نيسي.

ترلاسه شوی مدافع سيسټم

کله چې د ټول احتياط سره سره هم زموږ د بدن مدافع سيسټم او د خونديتوب نور ټول نظامونه د ناروغتياو د عامل مخه ونه نيولای شي او باکترياوي او يا ويروس داخل شي، نو زموږ بدن د مدافع سيسټم يو پړاو په کار واچوي. دا ځانگړنه د لاسته راوړل شوی مدافع سيسټم ځواب دی.

Medizin Diphterie Krankheitserreger
انځور: picture-alliance/OKAPIA KG/G. Gaugler

خو د دې سيستم فعاليدل له څلورو تر اووه ورځو پوري وخت نيسي. دا سيسټم په ځانگړي ډول عمل کوي او ځيني عاملين په هدفمنه توگه په نخښه کوي. دا سيسټم عامل يا بدن ته داخليدونکی ثبتوي او د مدافع په توگه عمل کوي. دا سيسټم د عامل د بيرته پيژندو صلاحيت لري او کله چې همدا عامل کوم وار بدن ته داخليږي نو دغه لاسته راوړل شوی مدافع سيسټم فعاليږي او د عامل له منځه وړولو په موخه غبرگون ښيي. همدا ده چې موږ په ځينو ناروغيو په ژوند کې يوازي يو وار اخته کيږو.

لنفوسيت- تي

لنفوسيت- تي چې «تي حجرې» هم ورته ويل کيږي، د مدافع سيسټم يوه برخه ده او د ويني د سپينو کوروياتو يوه ډله ده او د هغه عامل پر ضد فعاليت کوي چې په انساجو کې وي. دا حجرې د پرديو يعني دعامل او د بدن د خپلو حجرو ترمنځ توپير کولای شي. لنفوسيت- تي په ډيره چټکۍ سره په بدن کې خپريږي او په هدفمنه توگه ځیني عاملين په نخښه کوي.

لنفوسيت- بي

لنفوسيت-بي هم د وينې سپين کورويات دي. دوی د عامل د پيژندو او بيا په وينه کې انتي بادي د جوړولو دنده لري. دوی ځیني ډير ځانگړي باکترياوي او يا ويروسونه پيژني. «بي» حجرې هم د لنفوسيت- تي په څير د هډوکو په مغز کې توليديږي. دوی په توري کې چې د لونف سسټم يوه غده توليږي او د عامل د بې کاره کولو هڅه کوي.

نور خنډونه

کله چې باکترياوي او يا ويروس د مدافع سيسټم له ټولو غبرگونونو سره سره هم زموږ بدن ته داخل شي، نو بيا سملاسي هدف ته نه شي رسیدلای.  دلته دوی د فاگوسيت يا خوړونکې حجرو هدف گرځي او د دې حجرو له خوا له منځه وړل کيږي. کله چې دا حجرې د ناروغتيا عمل پيدا کړي، هغه محاصره کوي او حجرې یې په اصطلاح هضموي.

Gudrun Heise (B.S/N.Z)

زموږ له آرشيف څخه: