1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«زياتره جرمنيان د اضافي امنيتي اقداماتو غوښتونکي دي»

۱۳۹۵ دی ۶, دوشنبه

د يوې نظر پوښتني له مخي۶۰ سلنه آلمانان په عامه ځايونو کې د زياتي ويډيو څارني غوښتونکي دي. د څارنې د زياتولو دا غوښتنه په برلين کي د کريسمس پر بازار تر لارۍ موټر بريد وروسته شوې ده.

https://p.dw.com/p/2Us4e
Symbolbild - Videoüberwachung
انځور: picture-alliance/landov

 

د دې نظر پوښتنې پايلي ښيي چې آلمانان د حکومت د ويډيويي نظارت په قانون کې د بدلون ملاتړ کوي او ۷۳ سلنه يې د پوليسو د ستر ځواک لرولو د نظر ملاتړ کړی.

 

دا سروی د «يوګوف» په نوم نظر پوښتنې يوې نړيوالي انترنتي موسسې په برلين کې د تونسي وګړي انيس عامري له خوا د خلکو پر ګڼه ګوڼه د لارۍ موټر تر ورځغلولو وروسته د آلمان د خبري آژانس ډي پي ای له پاره کړې وه. انيس عامري چې د دې بريد اصلي شکمن وو، وروسته په ايټاليا کې ووژل شو.

د برلين د براتنبخ ميدان چيرته چې د باچا ويليم د کليسا سره نزدې دغه بازار جوړ کړل شوې وو، د بريد پر مهال د پوليسو تر ويديويي نظارت لاندې نه وو.

د برلين په پيښه کې د انيس عامري د لاس درلودو خبره په لومړي سر کې د چارواکو له خوا رد شوې وې وه چې د ځينو کارپوهانو په آند یې وجه د ويديويي څارنې نه شتون وو.

په لومړي سر کې پر يوه پاکستاني کډوال د بريد ترسره کولو شک له دې وجې شوې وو چې يوه تن دغه کډوال د پيښې له ځایه د تېښتي په حال کې ليدلی وو.

د يکشنبې ورځې دا نظر پوښتنه تر هغه وروسته په ډاګه شوه چې په همدې اوونۍ کې د آلمان کابينې په عامه ځايونو کې د نظارت د زياتولو په موخه يوه مسوده د برلين د ايالتي حکومت پر مخالفت سربيره تصويب کړه.

د آلمان د کورنيو چارو وزیر توماس ديميزر، د برلين پر ايالتي پارلمان غږ کړی چې د ويديويي څارني اړتيا ته په کتو سره پر خپل دريځ له سره غور وکړي. دا مسوده به په آلمان کې د شخصي حريم د قوانينو په برخه کې د يوه شاتګ په معنا وي.

د «يوګوف» په نظر پوښتنه کې نيمايي ګډون کوونکو د ترهګریزو پيښو پر وخت د پوځ د مداخلې يعني لاس په کار کيدو غوښتنه کړې ده. دمګړۍ د آلمان پوځ يوازې هغه وخت مداخله کوي چې پوليس ور څخه د مرستې غوښتنه وکړي.

د ۲۰۱۷م کال په مارچ مياشت کې به په لومړي ځل د آلمان پوځ او پوليس شريک پوځي تمرينونه وکړي.