1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«زيات شرکتونه مهاجرو ته کار ورکول غواړي»

۱۳۹۴ اسفند ۲۶, چهارشنبه

د تازه خپرې سوي يوې نظر پوښتني د پايلو له مخي زيات آلماني شرکتونه دې ته زړه ښه کوي چي مهاجرو ته کار ورکړي. ويل سوي چي آلماني ژبه د کار موندلو مهم شرط دی.

https://p.dw.com/p/1IEEi
انځور: picture-alliance/dpa/P. Pleul

د آلمان ګڼ شمېر شرکتونه غواړي چي و مهاجرو ته کارونه ورکړي. دا خبره د چهار شنبې په ورځ د يوې نظر پوښتني په خپرو سوو پايلو کي راغلې ده. د دغې نظر پوښتني د پايلو له مخي چي د آلمان د اقتصاد سره د نژدې اړيکو درلودونکي مؤسسې له خوا تر سره سوې ده، له پوښتل سوو څخه ۱۱ سلنه شرکتونه معين پلانونه لري. د دغو معينو پلانو په چوکاټ کي ياد شرکتونه غواړي چي په خپل شرکت کي کار ورکړي.

په نظر پوښتنه کي د برخه اخيستونکو شرکتونو څخه ۷ سلنې ويلي چي په روان يا تيرو ۵ کالو کي يې و مهاجرو ته کارونه ورکړي دي. د دغې نظر پوښتني په ترڅ کي د بيلو شرکتونو تر ۹۰۰ څخه زيات رئيسان يا مشران پوښتل سوي دي.

د دغې نظر پوښتني د پايلو له مخي په زياته بيا هغه شرکتونه د دې وروسته و پناه غوښتونکو ته د کار ورکولو له پاره زړه ښه کوي، چي پکښي تر مخه پناه غوښتونکو کار کړی وي. د دې څخه دا څرګنديږي چي هغوی د پناه غوښتونکو له کار څخه خوشاله دي.

هغه شرکتونه چي پکښي پناه غوښتونکي کار کوي، د دغې نظر پوښتني د پايلو له مخي يې ۴۰ سلنه په پام کي لري چي په آئنده کي لا زيات پناه غوښتونکي په خپل شرکت کي په کار بوخت کړي.

د شرکتونو د پوښتل سوو رئيسانو څخه ۷۵ سلنه وايي چي و مهاجرو ته د کار ورکولو په ترڅ کي تر ټولو لوی خنډ د آلماني ژبي نه زده کړه ده. ويل سوي چي زيات شرکتونه غواړي چي مهاجرو ته کار ورکړي خو کله چي د مهاجرو آلماني ژبه نه وي زده، نو دا په زياتو مواردو کي د کار تر لاسه کولو مانع ګرځي.

د پوښتل سوو رئيسانو څخه ۶۰ سلنه رئيسانو ويلي چي و مهاجرو ته د کار نه ورکولو لوی دليل د هغوی مسلکي نه زدکړي دي.

د دغې نظر پوښتني تر سره کوونکي مؤسسې IW رئيس ميشايل هيوتر د آلمان پر حکومت ږغ کړی دی چي د مهاجرو د آلماني ژبي د کورسونو او د هغوی د مسلکي او حرفوي زدکړو له پاره دي زياتي آسانتياوي رامنځ ته کړي چي آلماني شرکتونه او د آلمان اقتصاد د مهاجرو څخه مستفيد سي. د هغه په وينا دا به د مهاجرو په ادغام او د هغوی د اسوده ژوند په ترڅ کي هم مرسته وکړي.