1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زيلنسکي: په ختيځ کې پوځي وضعیت ډېر خراب دی

۱۴۰۱ تیر ۱, چهارشنبه

د اوکراین ولسمشر په لوهانسک کې پوځي وضعیت ډېر سخت ښودلی او د دغه هیواد پوځ بیا ويلي دي چې روسي ځواکونو هلته ګڼې سيمې نيولي دي. کريملین وايي د اوکراين په ختيځ کې دوه نیول شوي امریکايي عسکر کیدای شي په اعدام محکوم شي.

https://p.dw.com/p/4D4Gi
Ukraine Präsident Selenskyj in Butscha
انځور: Ronaldo Schemidt/AFP/Getty Images

جګړه

د اوکراین ولسمشر ولاديمیر زيلنسکي ويلي دي چې په لوهانسک سیمه کې د روسيي ځواکونو په تقويه کيدو سره هلته پوځي وضعیت ډېر خراب شوی تر څو له خطرناکو سیمو څخه اوکرايني عسکر راويستل شي. د اوکراین پوځ او د لوهانسک والي هم په شمال کې وضعيت ډېر خراب توصیف کړی دی.

د لوهانسک والي سيرهي ګایدای وويل روسي ځواکونه د ليسیچانسک ښار پر لور د پرمختګ په حال کې دي. په وینا ېې دغو ځواکونو د پولیسو، دولتي امنيت او د څارنواليو پر ودانيو حملې پیل کړي او هغوی ته نژدې ېې د هستوګنې ګڼې سیمې نيولي دي.

په دغو دوو ښارونو کې د وروستیو اونیو په جریان کې سختې جګړې شوي دي. په عین وخت کې د خارکيف والي په یوه آنلاين پست کې ويلي دي چې د روسيي ځواکونو په ډزو کې ۱۵ ملکيان وژل شوي دي. له دغې پيښې داسې وخت خبر ورکول کيږي چې خارکيف له څو اونیو راهیسې يو څه آرام وو.

د روسېې خبري آژانس په حواله، د روسېې د دفاع وزارت ادعا کړې چې د اوکراین مهم بندر اودیسه ته نژدې ېې هوايي اډه په توغندیو ويشتلې ده. رويترز چې دغه رپوټ ېې ورکړی، په دې اړه ېې نور جزئیات نه دي ورکړي.

د یو بل خبر له مخې، د روسېې ولسمشرۍ ماڼۍ، کريملین، ويلې دي چې دوی د هغو دوو نیول شوو امریکايي عسکرو د موقعیت په اړه نه پوهیږي چې د اوکراین په ختيځ کې جنګیدل. خو کریملین ويلي دي چې دوی اجیران دي او کیدای شي د روسېې تر حمایت لاندې په جلا شوو قلمروونو کې د مرګ په سزا محکوم کړل شي.

ديپلوماسي او اقتصاد

Ukraine I Weizen I Ernte
لويديځ روسیه باندې تور لګوي چې د اوکرايني غلو صادراتو مخه ېې نیولې دهانځور: Photoshot /picture alliance

ديپلوماتيکې سرچېنې وايي چې په پام کې ده اوکراین د پنجشنبې په ورځ په سيمبوليکه توګه په اروپايي اتحادیه کې د غړیتوب له پاره یو رسمي کانديد وګرځي. د اوکراين په اړه دغه سیاسي تصمیم، پر دغه هیواد د روسېې د پوځي يرغل په نتیجه کې نیول کيږي.

سپېنې ماڼۍ ويلي دي چې د روسېې ولسمشر ولاديمير پوتين، د اوکراين د غله جاتو د صادراتو په مخنيوي سره له غله جاتو د وسلې په توګه کار اخلي او ولسمشر جو بایدن پر هغو انتخابونو چې څنګه دغه غله خارجه شي، فکر کوي. اوکراین چې د غله دانو یو مهم صادرونکی هیواد دی، د جګړې له پيل سره دغه صادرات دريدلي دي. لوېديځ پر مسکو تور لګوي چې د اوکراین د غله جاتو صادرات ېې په لوی لاس بند کړي او دغه کار د دوی د لګول شوو تحریمونو په مقابل کې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې اروپايي اتحاديه لا هم پر مسکو د بندیزونو پر ادامه کار کوي.

رويترز لیکي، د اروپايي اتحادېې مشرانو روانه اوونۍ پر روسيې د فشارونو د ساتلو په موخه، په خپله غونډه کې پر لا ډيرو بندیزونو کار کړی دی. د اسنادو یوه خاکه ښيي چې سره زر د هغو شتمنيو په ډله کې راوستل شوي دي چې په پام کې ده هدف وګرځي.

مسکو او کیف ته د یو اسیايي رهبر سفر

په دې منځ کې له جکارتا څخه یو خبر وايي چې د اندونیزیا ولسمشر، جوکو ویدودو، غواړي مسکو او کیف ته سفر وکړي.

Ukraine Charkiw | Zerstörung nach nächtlichem Beschuss
په خارکيف کې د جګړې يو انځورانځور: Sergey Bobok/AFP/Getty Images

د آلمان خبري آژانس په حواله، د اندونیزیا د بهرنيو چارو وزيرې، ريتنو مرسودي، د چهارشنبې په ورځ وويل چې ولسمشر جوکو ويدودو به راتلونکې اوونۍ د روسېې او اوکراین له ولسمشرانو سره وګوري. هغې وويل دا به په فبرورۍ مياشت کې پر اوکراین د روسېې تر يرغل وروسته دواړو هیوادونو ته د یو آسیايي هیواد د رهبر لومړنی سفر وي.

هغې وويل: «ولسمشر به طبعاً د اوکراین له ولسمشر، ولاديمیر زیلنسکي او د روسيې له ولسمشر، ولاديمير پوتین سره وګوري.»

زیاته شوې چې ويدودو به په آلمان کې د جون مياشتي پر ۲۶ او ۲۷مه د جي۷ غړي هیوادونو په غونډه کې تر ګډونه وروسته مسکو او کیف ته سفر وکړي.

په مسکو کې د امریکا سفارت مخې ته د میدان نوم بدلیږي

د آلمان خبري آژانس له مسکوه ليکي چې روسیه په مسکو ښار کې د امریکا سفارت مخې ته د میدان نوم تغیروي. د کریملين وياند، ديمتري پیسکوف د نوم تغیرولو اقدام هرکلی کړی دی. د دغه میدان له پاره په یوه آنلاین رایه ورکونه کې دوه نومونه، «دفیندرس آف دونباس» یا د دونباس دفاع کوونکي او د «ولاديمیر شوګا» ټاکل شوي ول. ولادیمیر شوګا د روسي بیلتون غوښتونکو د يو وژل شوي رهبر نوم دی.

روسیه دغه اقدام په فبرورۍ میاشت کې د لوهانسک او دونیڅک سيمې د تر رسميت پيژندلو وروسته کوي. امریکا او متحدین ېې چې د اورکراين ملاتړ کوي، دغه سیمې له کیف څخه د خپلواکه شوو سیمو په توګه په رسمیت نه دي پيژندلي.