1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زيهوفر د مهاجرو له پاره د کلني حد له ټاکلو تير شو

۱۳۹۶ مرداد ۳۰, دوشنبه

د آلمان د صدراعظمې انګلا مېرکل د ائتلافي ګوند سي اس یو، مشر هورست زيهوفر له خپلې هغې پخوانۍ غوښتنې چې د مهاجرو کلنی نهايي شمير دې وټاکل شي، تير شوی دی. زيهوفر دغه پريکړه د ګوندونو ترمنځ د اتحاد ساتنې په موخه کړې ده.

https://p.dw.com/p/2iY4v
Auftakt Klausur CSU-Landesgruppe
انځور: picture alliance/dpa/N.Armer

د آلمان مسيحي سوسيال اتحاد (سي اس يو) د آلمان په بایرن ایالت کې واکمن دی. د بایرن ايالت صدراعظم او د آلمان د حکومت د ائتلافي ګوند (سي اس يو) مشر هورست زيهوفر له ډیر وخت راهیسې څو وارې له صدراعظمې انګلا مېرکل څخه غوښتي ول چې آلمان ته د نويو راغلو مهاجرو کلني نهايي شمير دې وټاکل شي. خو د هغه دغه غوښتنه په پرله پسې توګه د مېرکل لخوا رد شوې ده.

خو زيهوفر د مېرکل د مخالفتونو سربيره له خپلې دغې غوښتنې لاس په سر نه شو. هغه حتي د ۲۰۱۷ کال سپتمبر عمومي ټاکنو وروسته د مېرکل له مسیحي دیموکرات ګوند (سي دي یو) سره د بيا ځلي اتحاد کول هم د همدې غوښتنې له منلو سره مشروط کړي وو. خو اوس زيهوفر اعلان کړې دی چې د دواړو ګوندونو د اتحاد ساتنې په موخه له خپلې دغې پخوانۍ غوښتنې تير شوی دی.

زيهوفر د یکشنبې په ورځ د (د ۲۰۱۷م کال د اګست ۲۰) د «اې آر دي» په نوم تلویزوني شبکې سره په مرکه کې له خپل دغه شرط څخه د تيريدو په اعلانونو سره وويل: « اوس حالات بدل شوي او برلين خپلې پاليسۍ ته بدلون ورکړی دی. اوس ( د پخوا په پرتله) د مهاجرو په شمير کې ډير کموالی رامنځ ته شوی دی.»

د زيهوفر سياسي ګوند سي اس یو، له خوا د آلمان صدارتي ټاکنو له پاره په څو خپرو شويو منشورونو کې هم دا غوښتنه مطرح شوې وه چې آلمان کې دې د نويو راغلو مهاجرو کلني نهايي شمير تر ۲۰۰ زرو وټاکل شي.

د زيهوفر د ګوند دغه غوښتنه په پرله پسې توګه د صدراعظمې انګلا مېرکل لخوا رد شوې ده. مېرکل پر دې ټینګار کوي چې په آلمان کې د مهاجرو د نهايي شميرې ټاکل به يو غيرقانوني عمل وي. آلمان د خپل قانون له مخې هغو کسانو ته په خپله خاوره کې د پناه ورکولو حق ورکوي کوم چې په خپلو هيوادونو کې يې ژوند له خطر سره مخامخ وي.

په ورته موضوع زمو له آرشیف څخه د انځورونو ګالري: