زیهوفر: د افغاني پولیسو د روزنې ماموریت ته دوام ورکوو
۱۳۹۸ شهریور ۲۴, یکشنبهاعلان
د آلمان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر د«بلډ ام زونټاګ» آلماني ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي «د یوې دوامداره سولې، امنیت او ثبات په برخه کې د افغانستان حکومت بیا هم زمونږ ملاتړ ته اړتیا لري. په همدې دلیل مونږ په ځانګړي توګه د آلمان/افغانستان د پولیسو د روزنې پروژې ته ادامه ورکوو.»
د آلمان پولیسو په کابل کې خپله روزنیزه پروژه د روان کال په سپټمبر میاشت کې په دغه ښار کې تر یوې درنې تروریستي حملې وروسته په موقتي ډول درولې وه.
د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د «ګرین ولیج» سیمه نور د اوسیدو وړ نه وه. په دې سیمه کې د امریکا متحده ایالاتو او آلمان سفارتونه موقعیت لري. د د«بلډ ام زونټاګ» آلماني ورځپاڼې د معلوماتو له مخې د آلمان د جنایي چارو ادارې د دې برید په اړه د څیړنو مسئولیت په غاړه اخیستی دی.
آژانسونه/ش.ن/ا.ا