1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: په چکر خپل هیواد ته تلونکي پناه غوښتونکي اخراجیدای شي

۱۳۹۸ مرداد ۲۷, یکشنبه

د آلمان د کورنيو چارو وزیر ویلي چې د هغو سوريايي مهاجرو پر وړاندې به لا سخت چلن وشي چې د چکر يا خصوصي کتنو په موخه سوريې ته سفرونه کوي. دغه آلماني چارواکي روښانه کړې نه ده چې څومره کسان به له دې کبله اغیزمن شي.

https://p.dw.com/p/3O5hP
Deutschland Flüchtlinge in Niedersachsen
انځور: picture-alliance/dpa/S. Pförtner

د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر، د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د اګست ۱۸مه) د «بيلد ام زونتاګ» آلمانۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې وويل چې آلماني حکومت په پام کې لري د هغو سوريايي مهاجرو په هکله لا سخت شرايط وضع کړي چې د چکر او يا خصوصي ليدو کاتو له پاره په دوامداره توګه سوريې ته سفرونه کوي.

زهوفر وويل که چيرته د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې اداره (بامف) مبدا يا اصلي هيوادونو ته د دا ډول مهاجرو د سفرونو په اړه معلومات پيدا کړي، پرته له ځنډه به د هغوی د «پناهندګي» لغوه کړي. هغه ټينګار وکړ چې پر دې سربيره، د سورېې د وضعيت بهير په دوامداره توګه د چارواکو له خوا ارزول کيږي.

د آلمان د کورنيو چارو وزير په دې اړه وويل: «هغه سوريايي مهاجر چې په پر له پسې توګه خپلې د رخصتۍ ورځې په سوريې کې تيروي، نه شي کولای ادعا وکړي چې په سوريې کې تر تعقيب او ګواښ لاندې دي. موږ بايد له دا ډول کسانو څخه پناهندګي بيرته واخلو.» دې آلماني چارواکي زیاته کړه: «که شرايط اجازه ورکړي موږ به هغوي اخراج کړو.»

د آلمان د کورنيو چارو وزير په مشخصه ډول هغو کسانو ته اشاره کوي چې د سوريې له کورنۍ جګړې تر تيښتې وروسته په دوامداره توګه د خپلو خپلوانو ليدو له پاره خپل هيواد ته سفرونه کوي او يا خپلې د رخصتۍ ورځې هلته تيروي. هغه په خپلو خبرو کې د دا ډول سوريايي مهاجرو د شمير په اړه څه ونه ویل.

د تيرو اتو کلونو په موده کې چې په سوريه کې کورنۍ جګړې پيل شوي، تر اوسه پورې شاوخوا ۷۸۰ زره سوريايي مهاجر له دغه هيواد څخه آلمان ته تښتيدلي دي. په دې منځ کې د سورېې پوځ توانيدلی چې د روسيې په ملاتړ، له لاسه وتلې ډيرې سيمې بيرته ونيسي.

(ks/ms (KNA, AFP, dpa