1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زیهوفر: په آلمان کې دې د مهاجرو کنترول لا زیات سخت شي

آژانسونه/ ک. ص۱۳۹۵ مرداد ۲, شنبه

د آلمان د بایرین ایالت لومړی وزیر وايي چې حکومت دې د خلکو د امنیت له پاره هر هغه امکانات چې په اختیار کې لرې په کار واچوي. هغه وايي په دې برخه کې دې سرحدونو څخه کلک کنترول او دغه راز دې مهاجر تر جدي کنترول لاندې وي.

https://p.dw.com/p/1JUp8
انځور: picture-alliance/dpa/M. Balk

د آلمان د بایرن ایالت لومړي وزیر هورست زي هوفر، په مونشن ښار کې د خونړۍ پیښې له رامنځ ته کیدو څخه د مخه رسنیو ته وویل:« د هیواد او ایالتونو امنیتي ادارې باید له مهاجرو څخه په کلکه نظارت وکړي، تر څو د ورسبورګ په ښار کې ( د چاقو او تبر) په شان بدې پیښې بیا تکرار نه شي».

هغه وویل چې نه غواړي په دې برخه کې ټول مهاجر تر شک لاندې راولي، خو زیاته یې کړه:« مونږ باید مطمین شو چې له تروریستي ډلې "اسلامي دولت" سره هیڅ ډول اړیکې شتون ونه لري».

د آلمان د بایرن ایالت لمړي وزير ټینګار وکړ چې د آلمان خلک له دولت څخه تمه لري چې د هغو ساتنه وکړي:« په دې برخه کې باید د یو قانونمند حکومت په توګه له ټولو امکاناتو څخه کار واخیستل شي».

هغه زیاته کړه،« بشپړ امنیت» هیڅ شتون نه لري، خو« د دې سربیره، مونږ باید له ټولو بشري امکاناتو څخه په کار اخیستنې سره د خپلو خلکو ساتنه وکړو».

اضافي ځواکونه او تجهیزات

زيهوفر وویل چې په بایرن ایالت کې به د پولیسو شتون زیات او امنیتي مامورین به په لا ښه توګه تجهیز او آماده کړل شي. د دې سربیره د اورګاډو په اډو او دننه د اورګاډو په کابینونو کې د قوي امنیتي کمرو له لارې د نظارت کولو اړتیا هم شته.

د بایرن ایالت لمړي وزیر وضاحت ورکړ:« له دې نه علاوه، مونږ باید په ملي او نړیواله کچه د لا اغیزمنو همکاریو په موخه، د استخباراتي ادارو او پولیسو تر منځ حقوقي اساسات رامنځ ته کړو».

لا زیات کنترول

د زيهوفر په وینا د دغو ټولو خبرو ترڅنګ ضرور ده چې سرحدونه په کلکه او موثره توګه تر کنترول لاندې وي. هغه زیاته کړه:« ځکه، مونږ باید پوه شو چې څوک زمونږ هیواد ته راځي او څوک زمونږ تر څنګ میشت کیږي. مونږ باید دغه کسان په واضحه توګه وپيژنو».

زيهوفر په دې برخه کې د اروپايي اتحادیې غړو هیوادونو ترمنځ پر همکارۍ ټینګار وکړ:« زه غواړم چې دغه مسئله دې بالاخره د اروپايي اتحادیې په بهرنیو سرحدونو کې عملي شي، تر څو نور مونږ اړ ونه اوسو چې خپل داخلي سرحدونه کنترول کړو».

نوموړي زیاته کړه اروپایي اتحادیه تر اوسه پورې د سرحدونو په کنترول کې پاتې راغلې او له همدې امله په سلهاو زره مهاجر، له کنترول پرته آلمان ته دننه شوي دي.

د آلمان د بایرن ایالت لومړي وزیر، په مونش کې د پرونۍ خونړۍ پیښې وروسته، چې په ترڅ کې یې د برید ګر په ګډون لس تنه ووژل شول؛ یو ځل بیا پر کلکو امنیتي اقداماتو باندې ټینګار وکړ: « د خپل امنیت ساتنې له پاره باید ټول اقدامات ترسره شي».