1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سارکوزي: د ۲۰۱۳م کال تر پایه پوري له افغانستان څخه خپل سرتیري راباسو

۱۳۹۰ بهمن ۸, شنبه

د فرانسې ولسمشر نيکولا سارکوزي ويلي دي چي د ۲۰۱۳ کال تر پایه پوري به له افغانستان څخه خپل سرتیري راوباسي. هغه زیاته کړې ده چي د ناټو په راتلونکي غونډه کي به نور هیوادونه هم له افغانستان څخه مخکي له وخته وتلو ته وهڅوي.

https://p.dw.com/p/13sHv
سارکوزي او کرزی په پاريس کي
سارکوزي او کرزی په پاريس کيانځور: AP

د فرانسې ولسمشر، نيکولا سارکوزي، د جمعې په ورځ په پاريس کي د افغان ولسمشر، حامد کرزي، سره وليدل. سارکوزي ولسمشر کرزي ته په پاريس کي وويل چي فرانسه به د ۲۰۱۳م کال ترپايه پوري له افغانستان څخه خپل سرتیري وباسي.

که څه هم ناټو په خپله وروستۍ سرمشریزه کي پریکړه وکړه چي له افغانستان څخه به خپل ټول جنگي سرتیري د ۲۰۱۴ کال تر پای پوري راوباسي، خو سارکوزي اوس له دغي نیټي وړاندي له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو د راایستلو خبره کوي.

سارکوزي ويلي دي چي هڅه به وکړي چي د ناټو نور غړي هیوادونه دې ته وهڅوي چي له پلان څخه يو کال مخکي له افغانستان څخه ووځي. د نوموړي په وينا که د ناټو نور ملګري دا وړانديز و نه مني نو بيا به هم فرانسوي سرتیري د ۲۰۱۳م کال تر پايه پوري له افغانستان څخه راوايستل سي.

فرانسوي ولسمشر زياته کړې ده چي د افغانستان له پاره د خپل نوي پلان په هکله ئې متحده ایالاتو ته خبر ورکړی دئ. سارکوزي ویلي دي چي د ناټو د دفاعي چارو د وزيرانو په راتلونکي غونډه کي به فرانسه دغه نوی پلان وړاندي کړي.

د CSA لخوا تر سره شوي نظر پوښتنه ښیي چي ۸۴ سلنه فرانسویان غواړي چي د روان کال تر پایه پوري ئې له افغانستان څخه ټول سرتیري راووځي. دا په داسي حال کي ده چي د فرانسې په ټاکنو کي مخکښ کاندید، فرانسوا هولنده، ویلي دي چي که ټاکني وگټي نو د ۲۰۱۲ کال تر پایه پوري به له افغانستان څخه ټول فرانسوي سرتیري راوباسي.

فرانسه غواړي چي په روان مېلادي کال کي د کاپيسا ولايت امنيتي چاري افغان ځواکونو ته وسپاري. یوه اونۍ مخکي یو افغان سرتیري د کاپيسا په ولایت کي څلور فرانسوي سرتیري ووژل او تر لسو څخه زيات نور ئې ټپیان کړل. د دغي پيښي وروسته فرانسوي ولسمشر، نيکولا سارکوزي، وویل چي ښايي له ټاکل شوي وخت وړاندي له افغانستان څخه خپل سرتیري راوباسي.

د کاپيسا له پيښي وروسته فرانسوي سرتیرو د افغان امنيتي ځواکونو روزونه هم درولې ده. سارکوزي ويلي دي چي د شنبې له ورځي (د جنورۍ ۲۸ نيټه) څخه به فرانسوي سرتیري بېرته د خپلو افغانو ملګرو روزل پېل کړي.

د کاپيسا د پيښې پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې ده. د نوموړي ډلي وياند رسنيو ته ويلي دي چي پر فرانسوي عسکرو بريد کوونکی د دوی ملګری وو.

آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: مسعود جهش