1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

ستانکزی: له امریکا سره اوس هم تړون لاسلیکولو ته چمتو یو

۱۳۹۸ شهریور ۲۶, سه‌شنبه

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي، په یوې نوې مرکه کې ویلي دي چې له امریکا متحده ایالاتو سره د موافقه شوي تړون لاسلیکولو ته چمتو دي. طالبانو تر دې مخکې هم ورته څرګندونې کړي.

https://p.dw.com/p/3Phkd
Katar Innerafghanisches Dialogtreffen über Wege zu Frieden in Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

ستانکزي بي بي سي پښتو ته ویلي دي چې طالبان به د تړون تر لاسلیکیدو وروسته له امریکا متحده ایالاتو سره په افغانستان کې اوربند اعلان کړي.

طالبان او امریکا متحده ایالات د یوه تړون د لاسلیکولو په درشل کې وو چې له مخې یې په افغانستان کې له ۱۸کلونو راهيسي روانه جگړه ختمه شي، خو د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، په ناڅاپي توګه د تویتر له لارې په دې پلمه چې د طالبانو یوه برید، یو امریکایي سرتیری وژلی دی، دغه تړون لغوه کړ.

له بلې خوا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین، بیا ویلي دي چې د دې ډلې یوه څلور کسیز پلاوي ایران ته هم سفر کړی دی او هلته یې د بهرنیو چارو د وزیر جواد ظریف په ګډون، له یو شمیر چارواکو سره لیدلي دي. د هغه په خبره په دې لیدنه کې د سولې د بهیر او په افغانستان کې د ایران د پرمختیايي پروژو د ساتنې په اړه بحثونه شوي دي.

تیره اوونۍ د طالبانو یو درې کسیز پلاوی چې مشري یې عباس ستانکزي کوله، مسکو ته هم سفر وکړ او هلته یې هم له روسي چارواکو سره د سولې د بهیر په اړه خبرې اترې وکړې.

شاهین پر خپل تویتر لیکلي دي چې مسکو د سولې په بهیر کې د طالبانو د موقف ملاتړ کړی دی او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتونکی شو.

(ms/nz (dpa