1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ستانکزی: پر رباني د بريد پر مهال واحديار د خوني څخه د وتلو هڅه کوله

۱۳۹۰ مهر ۶, چهارشنبه

د سولي د عالي شورا د دارالانشاه رئيس معصوم ستانکزي د لومړي ځل لپاره پر برهان الدين رباني د سوي بريد وروسته د رسنيو په وړاندي راڅرګند سوی. دی په هغه خونه کي د برهان الدين رباني سره يو ځای و چي ځانمرگی بريد تر سره سوو.

https://p.dw.com/p/12iAQ
محمد معصوم ستانکزی
محمد معصوم ستانکزیانځور: DW

کابو اته ورځي دمخه د کابل په وزيراکبرخان سيمه کي د برهان الدين رباني د کور په دننه کي ځانمرګي بريد تر سره سو چي د رباني په ګډون يي دوه تنه ووژل او يو شمير نور يي ژوبل کړل.

معصوم ستانکزي هم د بريد پر مهال د پيښي په ځاي کي موجود وو او سخت ژوبل سوی دی.

ستانکزی وايي، د طالبانو ښوونکو او مشرانو خپلو ويندويانو ته ويلي، چي د دغه بريد مسوليت په غاړه وانخلي.

ستانکزي په هغه ويډيويي پته کي چي په نن کابل کي دويچه ويله هم ترلاسه کړې په داسي حال کي، چي په روغتون کي بستردی د بريد د صحنې کيسه کړې ده.

نوموړی، چي روغتيايي حالت يي کړکيچن ښکاري د رباني استوګن ځای ته د ځانمرګي بريد کونکي په ورننوتو کي د نوموړي ساتونکي ګرم بولي.

هغه وايي، چي ساتونکو ته ويلي ول، چي ټول مېلمانه بايد سم و پلټل سي.

نوموړي په دغه ويډيو کي ويلي، کله چي بريد کونکی له رحمت الله واحديار سره د برهان الدين رباني کور ته راغی دی له نوموړي سره وو. خو کله چي بريد کونکي رباني ته ور نږدې سو واحديار د کوټې څخه د وتلو هڅه کوله.

« دروازه وازه شوه، شاته يي واحديار وو، استاد په ډير اخلاص ورته جګ شو او غيږه يي ورته خلاصه کړله، واحديار له ما سره پوښتنه وکړه او بيرته د دروازي خوا ته روان شو چي ناڅاپه درنه چاودنه وسوه».

ښاغلي ستانکزي په دې اړه چي، طالبانو د دغه بريد مسؤليت ولي پرغاړه نه دی اخيستی د سولي د روان بهير په وړاندي د زور پالو يوه نوې دسيسه بولي.

طالبانو که څه هم له دغه بريد څو شيبي وروسته له رسنيو سره په خبرو کي دا کارد ځان وباله خو د څو ساعتونو په تيريدو يي بيرته رد کړ.

د سولي د عالي شورا د دارالانشاه مشر په دې اړه وويل.

« د افغانستان د خلکو د غوښتني په مقابل کي دريدل د زوال څرګندونه کوي، زه فکرکوم چي د هغوی ښوونکو به ورته ويلي وي، چي ددغه بريد پړه مه منی او هغه رد کړﺉ».

د سولي دعالي شورا د دارالانشاه رئيس په دغه څو  دقيقه يي ويډيويي پته کي يو ځل بيا له دولت ضد وسله والو سره د خبرو پر دوام ټينګارکوي. په داسي حال کي چي د نظام سياسي مخالفين ورسره مخالفت کوي.

ستانکزی وايي، هغه ترهګر داسي بريدونه تر سره کوي، چي نه سي کولاي خپله جنايت کاره څيره بدله کړي.

« هغه څوک چي نه سي کولای ځان له يوه مليشه يي، له يوه نظامي، له يوه تروريستي حالت څخه يوه سياسي حالت ته را وباسي هغه به د افغانستان خلکو ته د افغانستان راتلونکي ته څه پيغام ولري».

ډيری افغانان په دې نظر دي، چي د افغانستان لانجه د حل بله لار نه لري بېله دي، چي د سولي خبري وسي. د هغوی په خبره که يې لرلای نو په تيرو څلويښتو کلونو کي به موندل سوې وای.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل