1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"ستراتیژیک سند کورنۍ او بهرنۍ ستونزي حلوي"

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۳, چهارشنبه

د افغانستان او امریکا تر منځ ستراتیژیک سند لاسلیک شو. یو شمیر افغان کارپوهان وایي چي د دې سند په لاسلیکدو سره به ډیري کورنۍ او بهرنۍ ستونزي له منځه ولاړي شي.

https://p.dw.com/p/14nq4

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، د سه شنبې په شپه په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته ورسید او هلته ئې له خپل افغان سيال حامد کرزي سره د افغانستان او امریکا د ستراتیژیکو همکاریو سند لاسلیک کړ. د دې سند له مخي تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان او امریکا اړیکي تعریف شوي دي. د افغانستان او امریکا د ستراتیژیکو همکاریو سند تر ۲۰۱۴ کال وروسته د لسو کلونو له پاره د دواړو هیوادونو اړیکي تعریفوي.

افغان کارپوه عتیق الله امرخیل، له دویچه ویله سره په مرکه کي وویل، چي افغانستان پر نورو ستونزو سربیره، د ګاونډیو هیوادونو له ګواښ سره مخامخ دﺉ. د هغه په اند د دې له پاره چي افغانستان له خپلو گاونډیو خوندي وي نو باید د نړۍ د یوه لوی ځواک ملگرتیا له ځانه سره ولري:

«افغانستان دوې لويي ستونزي لري. لومړۍ دا چي په دې هیواد کي فقر او کورنۍ جگړې رواني دي. له بلې خوا په افغانستان کي د همسایه قوتونو شتون او د دې هیواد په چارو کې د هغوی لاسوهنه، د افغانستان له پاره یوه لویه ستونزه ده. له دې ستونزو سره د مقابلې له پاره افغانستان یوه قوي دوست ته اړتیا لري.»

Obama beim Überraschungsbesuch in Afghanistan Mai 2012
انځور: Reuters

د جنرال امرخیل د مرکې غږ

د افغانستان د چارو یو بل کارپوه بشیر هاتف، هم له دويچه ويله سره په مرکه کي وویل چي د افغانستان او امریکا تر منځ لاسلیک شوی سند، د افغانستان د بقا او رفاه ضمانت کوي. هغه زیاته کړه چي افغانستان پر دې سربیره چي له خپلو گاونډيانو سره ستونزي لري، له ډیرو کورنیو ستونزو سره هم لاس او گریوان دئ، چي دغه سند ئې کولای شي مخه ونیسي:

«دا چي امریکا په سند کي ژمنه کړې ده چي د افغانستان له ملي حاکمیت څخه به دفاع کوي، دا تر یوه بریده د کورنیو بغاوتونو او اختشاشونو مخه نیسي.»

د افغان کارپوه بشیر هاتف د مرکې غږ

اوباما د سه شبنې په شپه ناوخته افغانستان ته ورسید او سهار وختي ئې افغانستان د خپل هیواد په قصد پریښود. اوباما پخپل سفر کي دوه بېلابېل پیغامونه درلودل. هغه وویل چي امریکا له افغانستان څخه وځي او په همدې حال کي په دغه هیواد کي پاته کیږي. له دې سره نو اوباما د خپلو هغو بهرنیو ملگرو زړونه چي غواړي امریکا په افغانستان کي پاته شي او هغو امریکايي رای اچوونکو چي غواړي د افغانستان جگړه پای ته ورسیږي، خپل کړل.

د افغانستان او امریکا تر منځ په لاسلیک شوي سند کې متحده ایالاتو یو ځل بیا ژمنه کړې ده، چي د اوږدي مودې له پاره به له افغانانو سره د ښوونځيو، سړکونو او اقتصادي بیسټونو په جوړولو کي، د افغان ځواکونو په روزلو او نورو برخو کي مرسته وکړي. په سند کي دغه راز د دواړو خواوو له خوا بشري حقونو ته درناوی او د ديموکراتيکو ارزښتونو ساتني او پياوړتيا ددی د اوږدمهالو همکاريو بنيادي پايي جوړوي.

که څه هم په دې سند کې دا نه دي ویل شوي چي امریکا به هر کال له افغانستان سره څومره مالي مرسته کوي خو بیا هم دا خبره راغلې ده چي متحده ایالات به له افغانستان سره کلنۍ مالي مرستي تر سره کوي.

امرخیل وویل چي د دې سند تر لاسلیکدو وروسته اوس نو د افغانستان گاونډي هیوادونه نه شي کولای چي په مستقیمه توگه د افغانستان په چارو کي لاس وهنه وکړي. هغه زیاته کړه چي که افغانستان دغه سند ولري نو کولای شي چي د گاونډیو هیوادونو د غیر مستقیمو لاسوهنو پر وړاندي ودریږي. د امرخیل په اند اوس نو دا د افغانانو دنده ده چي له دې تړون څخه سمه گټه پورته کړي او د هیواد د آبادۍ په موخه ئې وکاروي.

د افغانستان یو شمیر گاونډي هیوادونه له دې څخه اندیښنه لري چي د افغانستان او امریکا د ستراتیژیکو همکاریو د سند له لاسلیکو سره به د هغوی گټي له گواښ سره مخامخ شي. خو بشیر هاتف وویل چي اوس نو باید امریکا او افغانستان گډ دیپلوماتیک کار وکړي چي د سیمي هیوادونه په دې مطمئن کړي چي دغه سند هغوی ته کوم گواښ نه دئ.

مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل