1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو: د ماموریت راتلونکی مو د سولې مذاکراتو پورې تړلی دی

۱۳۹۷ اسفند ۲۳, پنجشنبه

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ، ويلي دي چې په افغانستان کې د دې سازمان د ځواکونو د ۱۵ کلن حضور راتلونکی په قطر کې د امریکایي او طالب مرکچیانو تر منځ د خبرو اترو په پايلو پورې تړلی دی.

https://p.dw.com/p/3F2A8
Brüssel Treffen NATO-Verteidigungsminister | Jens Stoltenberg, NATO-Generalsekretär
انځور: Getty Images/AFP/J. Thys

په روانه اوونۍ کې په قطر کې د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو تر منځ د خبرو اترو تر ټولو اوږو دور پای ته ورسید. دواړو اړخونو په مذاکراتو کې د پرمختګ ادعا کړې ده.

د خبرو تر پای ته رسیدو وروسته د سولې په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانکړي استازي زلمي خلیلزاد، پر خپله تویتر پاڼه ولیکل چې له طالبانو سره د بهرنیو ځواکونو د وتلو او له دې هیواد څخه د ترهګرو د نه استفادې په برخه کې «په مسوده کې» موافقې ته رسیدلی دی.

په همدې تړاو د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبرګ د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې خبریالانو ته وویل چې «په راتلونکې کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو کچه د خبرو اترو پایلې پورې ډیره تړلې ده.»

د فرانسې خبري آژانس لیکل دي چې ستولتنبرګ روښانه کړې ده چې لا تر اوسه پورې ډیر وختي دی چې د دغو خبرو د پایلو په اړه څه وویل شي. که امریکا متحده ایالات په افغانستان کې خپل ماموریت پای ته ورسوي د ناټو کم ځواکونه به وشي کولای چې د افغان ځواکونو د روزنې چارې پر مخ یوسي.

زموږ له آرشيف څخه: