1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د برق نستوالي د کندهار ښاريان ډېر په تکلیف کړي دي

۱۳۹۹ تیر ۱۰, سه‌شنبه

له تیري یوې اوونۍ راهیسي پر کندهار ښار د کجکي د برېښنا راغځیدلی لین د دولت او وسله والو طالبانو په جګړو کي پرې سوی دی. د کندهار ښار اوسيدونکي د گرمۍ او اوبو د نه شتون له کبله سر ټکوي.

https://p.dw.com/p/3eZfd
Marode Stromleitungen in Havanna
انځور: DW/A. Knobloch

کندهار د افغانستان یو له تودو ولایتونو څخه دی، چي د دوبي په موسم کي يې د ګرمۍ درجه تر څلوېښت سانټي ګراد پورته کیږي.

د کندهار ښاریانو د څښلو او کارولو لپاره د اوبو ژوري برمې په هر کور کي کیندلي، چي د برق په واسطه اوبه ځیني راکاږي. ددغه برقي لین د قطع کیدو سره سم اکثره کورونه اوبه نه لري او کوچنیان په یو غوړپ اوبو پسي کور په کور ګرځي.

قدرت الله د کندهار ښار اوسیدونکی دی، چي له خپل مخ څخه يې په لستوڼي خولې پاکولې آلمان ږغ دویچه ویله ته وویل، هرکال د هوا له ګرمیدو سره پر کندهار ښار برق پرې کیږي، بیا خوار اوغریب د اوبو د نستوالي او نورو ستونزو سخت په تکلیف وي. هغه زياتوي: »  دا سخته ګرمي او د برق دا اوږده پرچاوي، په خدای سړی حیران سي، نن څلورمه ده اوبه نه لرو، دهمسايه ګانو له کورو څخه یې راوړو. »

ځلمی بیا د کندهار د اوومی ناحيې یو بل اوسیدونکی دی، هغه وايي، چي برق قطع سوی، د هر شي بیې هم ورسره لوړې شوي، د یخي بیه لا تر دوه چنده لوړه سوې ده.  د هغه په خبره له یوې خوا کرونا، له بلي خوا بې کاري او د برق نستوالی هغه ستونزي دي، چي په دې ښار کي په سلهاوو کورنۍ ورڅخه کړیږي.  هغه زياتوي: «د یخي من له ۱۰ افغانیو څخه ۲۵ افغانیو ته رسیدلی دی، هغه هم داسي پر چور وي، چي نوبت نه رسیږي.»

د کندهارولایت د برېښنا ریاست مسؤل امان الله ایوب فاروقي له المان ږغ سره په خبرو کي د خلکو ستونزي مني او وايي، څو واري يې اینجینران سیمي ته لیږلي دي،خو د جګړې له امله نه سي کولای دغه زوړ لین بیا وتړي.

فاروقي زیاتوي: « دغه لین د لښکرګاه دوراهي څخه بیا تر سنګین ولسوالۍ پوري په سلهاوو ځایونه ویشتل سوی او خوړین دی.  پرون هم زه سیمي ته نژدې ورغلی وم، خو ګټه يې ونه کړه، نن موبیا د هلمند او کندهار ځیني سپين ږیري له اینجنرانو سره یوځای د قطع سوي لین وصل کولو ته لیږلي، چي طالبان اجازه او دغه لین بیا وتړي. »

نوموړی زیاتوي چې اوس هم کندهار ښاریانو ته په ورځ کي ۴ ساعته سولري برېښنا ورکوي، مګرځیني ښاریان بیا وايي، په ۲ ورځو کي يې لا هم د یاد برق څرک نه دی لیدلی.

د کندهار برېښنا ریاست د معلوماتو له مخي دا مهال کندهار ښار ۱۶۷میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري، چي ۲۲ میګاواټه له کجکي، ۳۵ میګاواټه سولري او ۶ میګاواټه له جنراټورانو څخه ترلاسه کوي،خو د جنراټورانو برق یوازي د صنعتي پارک لپاره دی.

دمسؤلینوپه خبره هغه وخت، چي د کجکي څخه د برق راغځیدلی لین قطع سي، نو د سولري برېښنا ظرفیت ۱۸ میګاواټه ته راټیټ سي.

د هلمند ولایت د کجکي په ولسوالۍ کي د برېښنا لپاره د برق تولیدونکي توربینونه د سردار داود خان د جمهوریت پرمهال ايښول سوی، چي له هغه ځایه تر کندهاره ۴۷ کیلو مټره لین راغځیدلی ؤ.

دغه لین په خپلمنځي جګړو کي یومخ له منځه ولاړ او بیا د طالبانو د واکمنۍ پر مهال یاد لین له سره ورغول سو، چي اوس په دې نژدې شل کلنو جګړو کي ویل کیږي په زرهاوو ځایونه ویشتل سوی او له همدې امله هر وخت په اسانۍ سره پرې کیږي.

محمد ابراهيم سپيڅلی، کندهار