1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سرتاج عزیز: په طالبانو کنترول نه لرو

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۲ تیر ۳۰, یکشنبه

د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو چارو او ملي امنیت سلاکار په کابل کی د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر زلمي رسول، سره ولیدل. هغه د دغه سفر په ترڅ کې وویل چې له ځان سره یې د نواز شریف له لوري د دوستۍ پیغام راوړی دی.

https://p.dw.com/p/19BPq
انځور: picture-alliance/dpa

د نواز شریف د بهرنیو چارو او ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د جولای ۲۱مه) کابل ته په یوه رسمي سفر ورسید. دا د پاکستان د نوي حکومت لومړی لوړپوړی چارواکی دی چې افغانستان ته سفر کوي. په پام کې ده چې سرتاج عزیز به د یکشنبې په ماښام له افغان ولسمشر حامد کرزي سره هم وویني.

سرتاج عزیز د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر زلمي رسول سره یو ګډ مطبوعاتي کنفرانس ته وویل چې د پاکستان نوی دولت د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه نه کوي او نه هم په افغانستان کې د کومې ځانګړې ډلې پلوي کوي: «پاکستان هڅه کوي چې د سولې له پروسې څخه ملاتړ وکړي او د سیمې ټول هیوادونه دې ته تشویقوي چې دې ورته پالیسي غوره کړي. هغه یوه پالیسي چې د نه مداخلې او د کومې ځانګړې ډلې څخه د نه ملاتړ پالیسي ده.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومت په وار وار سره ویلي دي چې طالبان د پاکستان په قبایلي سیمو کې تمویلیږي، روزل کیږي او افغانستان ته د جګړې له پاره استول کیږي.

سرتاج عزیز په خپلو خبرو کې وویل چې غواړي د پاکستان او افغانستان اړیکي پیاوړي کړي. هغه پر دې خبره ټینګار وکړ چې په سیمه کې هغه وخت سوله او ثبات رامنځ ته کیدای شي، چې دواړه هیوادونه نزدي اقتصادي او تجارتي اړیکي ولري.

د نواز شریف د بهرنیو چارو او ملي امنیت سلاکار وړاندې وویل چې د سولې پروسې د پرمختګ په ترڅ کې دواړه هیوادونه کولای شي، څو ګډې تجارتي پروژې ولري او پانګونه هم تقویه کړي.

ښاغلي عزیز زیاته کړه په هغه صورت کې چې ولسمشر کرزی له نواز شریف سره له نزدې خبرې اترې وکړي، د سولې خبرې اترې به ښې پایلې ولري.

د سرتاج عزیز په وینا پاکستان د هغې یوې سولې غوښتونکی دی چې د افغانانو په مشرۍ وي: «پاکستان په افغانستان کې د سولې او ملي پخلاینې له پروسې څخه خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي. موږ پر دې باور لرو چې دغه پروسه باید د افغانانو له لوري او د افغانانو په مشرۍ تر سره شي.»

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول پر دې خبره ټینګار وکړ چې د سولې پروسه سرې کرښې لري چې هغه باید مراعات شي: «د سولې پروسه باید افغاني وي، د افغانانو له لوري پر مخ یوړل شي او په هغې کې باید د افغانستان اساسي قانون ته درناوی وشي. دا هغه سره کرښه ده چې موږ ټاکلې ده. له پاکستاني وروڼو سره چې کومې خبرې اترې لرو دا دي، چې هغوی باید مرسته وکړي، تر څو د سولې پروسې یوې نتیجې ته ورسیږي.»

طالبان زموږ په کنترول کې نه دي

سره له دې هم افغانستان ادعا کوي، چې پاکستان له طالبانو ملاتړ کوي او هغوی کنترولوي. خو د نواز شریف د بهرنیو چارو او ملي امنیت سلاکار پر دې خبره ټینګار وکړ چې پاکستان له طالبانو سره تماس لري، خو ولې دغه ډله د دوی له لوري نه کنترولیږي.

سرتاج عزیز هغه یو رپوټ رد کړ چې ګواکې کوم پاکستاني چارواکي غوښتنه کړې ده چې د افغانستان د خاورې ځینې برخې دې طالبانو ته پریښودل شي. هغه وویل: «پاکستان هیڅکله په دې لټه کې نه دی چې د افغانستان د سیاسي نظام ډول باید څرنګه وي. دا د افغانانو خپله پریکړه ده.»

هغه یادونه وکړه چې پاکستان د سولې په پروسه کې د افغانستان د سولې له عالی شورا سره اړیکه لري. هغه وویل:«د سولې د عالي شوری په غوښتنه، طالبان پر دې توانیدلي دي چې په پاکستاني ویزو سره قطر ته سفر وکړي.»

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر چې له سرتاج عزیز سره یې په یوې خبري غونډه کې وینا وکړه وویل چې افغان حکومت د سولې په پروسه کې د پاکستان رښتیني ملاتړ ته اړتیا لري. رسول وویل: «له بده مرغه په دی لاره کی تر اوسه د افغانستان هڅو کومه نتیجه نه ده ورکړې. موږ هیله من یو چې د پاکستان له نوي حکومت سره د دوه اړخیزو اړیکو په اړه د صادقانه او عملي همکاریو یوه نوې پاڼه پرانیزو.»

افغانستان له پاکستان څخه تل دا غوښتنه هم کوي، هغه افغان طالبان چې د سولې غوښتونکي دي او د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي، باید آزاد کړای شي.