1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سروې: په آلمان کې د امنیت په اړه اندیښنې زیاتې شوي دي

۱۳۹۵ بهمن ۱۸, دوشنبه

د یوې نظر پوښتنې له مخې په هرو څلورو کې یو آلمانی ځان محفوظ ګڼې. ډیر شمیر آلمانان د خپل هیواد په کوڅو، پارکونو او عامه ځایونو کې ځان محفوظ نه احساسوي.

https://p.dw.com/p/2X4Fl
Deutschland Düsseldorfer Altstadt mit Polizisten
انځور: picture alliance/dpa/M. Hitij

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ په حواله په دې ورستیو کې د "Panorama" په نوم آلمانۍ مجلې له پاره د ترسره شوې سروې پایلې ښئې چې د آلماني اتباعو یو پر څلورمه برخه په سړکونو، پارکونو، ملکي ترانسپور او نورو عامه ځایونو کې ځانونه محفوظ او یا هم ډیر محفوظ بولي. د دغې نظر پوښتنې یا سروې د پایلو له مخې په آلمانانو او په ځانګړي توګه ښځو کې د نا امنۍ په اړه اندیښنې زیاتې شوي دي.

د شمالي ښار هامبورګ نشریاتي ادارې «NDR» د"Panorama" له پاره د ترسره کړې سروې په حواله ویلي دي چې د تیرو دوو کلونو په پرتله د آلماني ښځو یو پر دریمه برخه ځان په عامه ځایونو کې محفوظ نه احساسوي.

د ترسره شوې سروې له مخې ۲۷ سلنه ښځینه آلمانانو ویلي دي چې ځان غیر محفوظ یا ډیر ډیر غیر محفوظ احساسوي. ۶۲ سلنه ښځو ویلي دي چې دوی په یو شمیر خاصو سړکونو، پارکونو او نورو عامه ځایونو کې د ماښام پر وخت ځان غیر محفوظ احساسوي. په دغو ۶۲ سلنه میرمنو کې یو پر دریمه برخه یې ویلي دي چې د تیرو دوو کلونو راهیسې په دوی کې د نا امنۍ یا غیر ډاډمنتوب احساس پیدا شوی دی.

د دغې نوې ترسره شوې څیړنې په نتیجه کې یوه بله خبره هم څرګنده شوې چې ۱۳ سلنه آلمانۍ ښځې د بیړنیو حالاتو سره د مقابلې په خاطر د مرچو سپرۍ(pepper spray) له ځان سره ساتي.

په سروې کې دا هم پوښتل شوي دي چې آیا دوی د کومې خاصې ډلې له کبله د ویرې احساس کوي؟ له نیمایې څخه لږ زیاتو کسانو له دې خبرې څخه انکار کړی دی چې دوی له کومې ځانګړي ډلې څخه ویره لري.

۴۷ سلنه پوښتل شویو کسانو ویلي دي چې دوی د خاص ډول خلکو له امله ځان خوندي نه احساسوي. په داسې خلکو کې له یو پر دریمې برخې ډیرو ویلي دي چې دوی د بهرنیانو او مهاجرو له امله په عامه ځایونو کې ځان ډاډمن نه احساسوي.

په دې نظر پوښتنه کې له ۱۸ کلنې څخه پورته ۱۰۱۲ کسانو برخه اخیستې وه چې د روان کال د جنوري میاشتې له ۲۴ څخه تر ۲۶ نیټې پورې د تلیفون له لارې ترسره شوې وه.