سريلانکا: په تاميلي ياغيانو بشپړه ماته ګډه سوه
۱۳۸۸ اردیبهشت ۲۷, یکشنبهپه يوه کورنۍ جګړه کي، چي څه د پاسه 25 کاله يې دوام وکړ، LTTE داسي يو شهرت پيدا کړی ؤ چي د سريلانکا په سياسي پروسه کي تقريباً د نه انکار وړ اړخ په توګه ګنل کيده.
خو د زرګونو ياغيانو عسکرو او ولسي وګړو له وژلو وروسته د سريلانکا جمهور رييس ماهيندا راجا پاکسا، پرون د هغو جلا غوښتونکو د وروستۍ ماتي اعلان وکړ.
« زما حکومت د وسلوالو ځواکونو له بشپړي ژمني سره، چي يو بې ساری بشري مأموريت يې په غاړه اخيستی ؤ، بلاخره وتوانيد،چي LTTE ته له پوځي لحاظه ماته ورکړي.»
د سريلانکا جمهور رييس دغه اعلان، چي په اردون کي د يوې نړوالي غونډي په څڼده کي يې خبره وکړ، وورسته له هغه وشو چي د د هغه هيواد پوځيانو د تاميلي ياغيانو وروستۍ مرچلي ونيولې. د پوځ يو وياند وويل چي ياغيان په يوه ډيره کوچنۍ ساحلي سيمه کي ايسار شوي دي او حتی نه شي کولای چي د سمندر له لاري هم تښته وکړي.
« د LTTE د تروريستانو پر مخ باندي سمندري لاره هم بنده ده او سر بيره پر دې په سريلانکا کي د تروريستي فعاليتونو له پيل څخه، د لومړی ځل له پاره سرتير ي وتوانيدل، چي د ساحلي سيمو بشپړ کنټرول په خپل لاس کی ونيسي.»
د سريلانکا پوځ نن وويل چي ټول هغه ولسي وګړي ژغورل شوي دي چي د تاميلي ياغيانو له خوا يرغمل نيول شوي ول. خو پر دغو ياغيانو باندي د سريلانکا د پوځي لاس برتوب د ادعا سره سره څارونکي اندېښنه لري چي ښايي ياغيان وورسته له دې په پټو تروريستي فعاليتونو لاس پوري کړي، مګر دا چي حکومت له تاميلي خلکو سره د يوې رښتيني سياسي پروسې له پاره کار پيل کړي.
DPAE/ عبدالباري حکيم
کتونکی. زيارمل