1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ۱۱ طالب او حقاني شبکې جنگياليو د اعدام حکم لاسليک سوی»

۱۳۹۶ خرداد ۱۱, پنجشنبه

د افغانستان د جمهوري رياست يوې سرچينې د جرمني خبري آژانس (dpa) ته ويلي دي چي په تروريستي جرمونو محکوم ۱۱ کسان به اعدام کړي. دغه پريکړه په کابل کي تر خونړي بريد وروسته سوې.

https://p.dw.com/p/2dzwK
انځور له ارشيف څخه
انځور له ارشيف څخهانځور: picture alliance/dpa/J. Jalali

دغي سرچينې چي نوم ئې نه دی ښوول سوی د جرمني خبري آژانس (dpa) ته ويلي دي چي د افغانستان جمهوررئيس اشرف غني د پنجشنبې ورځي په سهار د دغو ۱۱ بنديانو د اعدام حکم لاسلیک کړی دئ.

د افغانستان ځايي تلويزيون «طلوع نيوز» په راپور کي راغلي دي چي دغه ۱۱ بنديان د حقاني شبکې او وسله والو طالبانو غړي دي.

افغان حکومت په رسمي توگه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د افغانستان د رسنيو د راپورونو له مخي په دغو بنديانو کي د حقاني شبکې د موسس جلال الدين حقاني زوی انس حقاني هم شامل دئ.

د چهارشنبې په ورځ په کابل کي يوې چاودني نژدې ۹۰ کسان ووژل او ۴۶۰ نور پکښې ټپيان سول. د دغي چاودني مسئوليت چي سخت مالي او ځاني زيان ئې ورساوه، تر اوسه پوري يوې ډلي هم پر غاړه نه دی اخيستی، خو افغان چارواکي وايي چي دا کار د حقاني شبکې دئ.

د افغانستان ملي امنيت ادارې د چهارشنبې په ورځ ناوخته په يوه اعلاميه کي وويل چي چاودنه د پاکستان د استخباراتي ادارې په ملاتړ حقاني شبکې طرح کړې وه.

د افغانستان د ملي امنيت ادارې پخواني رئيس رحمت الله نبيل په کابل کي تيره ورځ تر خونړۍ چاودني وروسته پخپل پاڼه کي ليکلي ول چي حکومت باید د انس حقاني چي په اعدام محکوم سوی دئ د اعدام حکم پر ځای کړي.

(dpa/NZ)