1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

سرچینه: د کریکټ بورډ مشر فضلي له دندې ګوښه شوی

۱۳۹۸ تیر ۲۲, شنبه

د افغانستان په کریکټ بورډ کې یوې سرچینې د نوم د نه ښوولو په شرط دویچه ویله ته وویل چې د کریکټ بورډ اوسنی مشر عزیزالله فضلي له دندې ګوښه کړل شوی دی. تر نړیوال جام وروسته دا په کریکټ بورډ کې تر ټولو مهم او ستر بدلون دی.

https://p.dw.com/p/3M1go
د کریکټ بورډ اوسنی مشر عزیز الله فضلي په انځور کې چپ طرف ته ښکاري
د کریکټ بورډ اوسنی مشر عزیز الله فضلي په انځور کې چپ طرف ته ښکاريانځور: Afghanistan Cricket Board

د افغانستان په کرکیټ بورډ کې یوې سرچینې دویچه ویله آلمان غږ ته وویل چې د کریکټ بورډ اوسنی مشر عزیز الله فضلي له دندې ګوښه کړل شوی دی. د یادې سرچینې د معلوماتو له مخې د نوي مشر تر ټاکل کیدو پورې، په پاکستان کې د افغانستان سفیر لطف الله مشعل ښايي د سرپرست مشر په توګه د کریکټ بورډ چارې پرمخ یوسي.

دا په داسې حال کې ده چې یوې بلې سرچینې بیا دویچه ویله ته د نوم د نه بربنډیدو په شرط وویل چې د ولسمشر غني ځانګړی سکرتر عبدالرحیم ځیرک د کریکټ بورډ د نوي مشر په توګه ښايي اعلان شي.

په نړیوال جام کې تر پرله پسې ماتو او خرابو لوبو وروسته دا په کرکیټ بورډ کې تر ټولو لوی اداري بدلون دی. تیره ورځ د افغانستان کرکیټ بورډ د ملي لوبډلې له پاره د ګلبدین نایب پرځای د دریو واړو فارمیټونو له پاره راشد خان د نوي کپتان په توګه معرفي کړ. تر دې وړاندې کریکټ بورډ لطف الله ستانکزی د نوي اجرائیه ریس په توګه معرف کړ.

په عین حال کې دویچه ویله د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي سره د تلیفونې اړیکې له لارې د یادې موضوع د پخلي هڅه وکړه، خو صدیقي له یادې موضوع څخه بې خبري څرګنده کړه. دویچه ویله د کرکیټ بورډ د مطبوعاتو له څانګې او په ځانګړې توګه له فرید هوتک سره اړیکه ونیوله، نوموړي په خپلو خبرو کې د فضلي د لیرې کیدو په هکله وویل: «د کرکیټ بورډ په ننۍ غونډه کې د عزیزالله فضلي د دندې په هکله هیڅ راز پریکړه نه ده شوې او دا چې اوسنی مشر [عزیزالله فضلي] په رسمي سفر انګلستان ته تللی دی.» فرید هوتک په خپلو خبرو کې اشاره وکړه چې په دې هکله موږ [کریکټ بورډ] ته په رسمي توګه څه نه دي ویل شوي.