1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغان امنیتي ځواکونو سره د امریکا مرستې راکمې شوي؟

۱۳۹۹ خرداد ۱, پنجشنبه

د یوه رپوټ له مخې د امریکا د دفاع وزارت له افغان امنیتي ځواک سره د یو میلیارد ډالرو مرسته نه ده درولي. دا په داسې حال کې ده چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر د مارچ په ۲۳مه نېټه د دغو مرستو د راکمولو هوډ څرګند کړی وو.

https://p.dw.com/p/3cZk1
USA PK Mike Pompeo in Washington
انځور: Reuters/A. Harnik

د یوه رپوټ له مخې د امریکا د دفاع وزارت له افغان امنیتي ځواکونو سره د یو میلیارد ډالرو مرسته نه ده درولي. دا په داسې حال کې ده چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر د مارچ په ۲۳مه نېټه په سملاسي توګه د دغو مرستو د راکمولو هوډ څرګند کړی وو.

درو سرچینو د رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت یا پېنتاګون د پمپیو له لوري د مرستو د کمولو اعلان سره تمایل نه لري او د دفاع وزیر مارک اېسپر خپل وزارت ته د دغو مرستو د راکمولو له پاره لارښوونه نه ده کړې.

د رپوټ له مخې دا خبره لا روښانه نه ده چې آیا د ولسمشر دونالد ترمپ ادارې احتمالا پریکړه کړې چې دغه مرستې راکمې نه شي چې په دې اړه په پالیسۍ کې کوم بدلون لا نه دی اعلان شوی او یا دا چې ښایي د بهرنیو او دفاعي چارو وزارتونو ترمنځ په دې هکله د نظر یووالی نه وو.

رویټرز په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د سپیني ماڼي ملي امنیت شورا په دې اړه پوښتنې د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو ته راجع کړي او د بهرنیو چارو وزارت په سملاسي توګه په دې تړاو کومه تبصره نه ده کړې.

د پېنتاګون ویاند په مستقیما توګه دې خبرې ته ځواب ونه وایه چې ولې په سملاسي توګه مرستې نه دي کمي شي او په خبره یې د بهرنیو او دفاع چارو وزارتونه پر دې باندې کار کوي چې دغه څه ډول عملي شي.
ډګرمن توماس کمپ بېل ویلي دي: «د دفاع وزیر اېسپر د بهرنیو چارو وزارت له هڅو ملاتړ کوي چې افغان حکومت د بین الافغان سولې پروسې پرمخ بیولو ته وهڅوي.»

څلورمې سرچیني چې یو امریکایي چارواکی دی یاد خبري آژانس ته ویلي دي چې پېنتاګون د مرستو د کمولو په هکله انديښمن وو، خو اېسپر او د دغه وزارت جګپوړو چارواکو د پمپیو پریکړه لاسلیک کړې وه.

دغه چارواکي دا هم ویلي دي چې د پېنتاګون چارواکي د پمپیو اعلامیې په حیرانیتا کې نه وو اچولي چې په کابل کې د افغان چارواکو ترمنځ د جوړ جاړي هڅو د له ناکامۍ وروسته خپره شوې ده.

د کانګرس یوه یاور د رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي: «سږکال په مرستو کې کوم کموالی نه دی راغلی. تر هغه ځایه چې یې ویلی شم دغه څه د بهرنیو او دفاع چارو وزارتونو ترمنځ ته بې نظمي وه... د دفاع وزارت په پرله پسې ډول وایي چې دوی کومه» لارښوونه نه ده تر لاسه کړې.

پنځه سرچینې چې د رویټرز خبري آژانس د هغوی له قوله خبر ورکړی دی په کې د کانګرس دوه یاوران، دوه امریکایي چارواکي او له دغه قضیې خبره یوه سرچینه ده. دغو ټولو کسانو د نوم د نه ښوولو په شرط له یاد خبري آژانس سره خبري کړي دي.
دوه امریکایي چارواکو ویلي دي چې افغان امنیتي ځواکونو ته د امریکا مرستې پرته له کوم کمي څخه ادامه لري.

محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله څو ورځې ترمخه د واک د ویش له پاره یو سیاسي هوکړه لاسلیک کړه او هغه بن بست ته يې د پای ټکی کيښود چې له افغانستان څخه یې د امریکایي ځواکونو د وتلو او د سولې د پروسې په اړه هڅې تر پوښتنې لاندې راوستي.

sr/bs (Reuters)