1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سرچینې: امریکا له محب سره کار کولو ته لیوالتیا نه لري

۱۳۹۷ اسفند ۲۸, سه‌شنبه

له موضوع خبرو څلورو سرچینو د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې یوه لوړپوړي امریکایي دیپلومات ولسمشر اشرف غني ته خبر ورکړی چې واشنګټن به تر دې وروسته د افغانستان د ملي امنیت له مشاور حمدالله محب سره اړیکه و نه لري.

https://p.dw.com/p/3FIaL
Schweiz Afghanistan-Konferenz 2018 in Genf | Hamdullah Mohib, Sicherheitsberater Afghanistan
انځور: picture-alliance/Keystone/S. di Nolfi

رویترز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې له حمدالله محب سره د امریکا متحده ایالاتو د اړیکو شلیدل به هرو مرو د کابل او واشنګټن تر منځ اړیکې لا پسې خړې پړې کړي. واشنګټن تر هغه وروسته دغه اقدام وکړ چې محب د امریکا او طالبانو تر منځ پر روانو خبرو اترو او د واشنګټن پر مرکچې زلمي خلیلزاد باندې سختې نیوکې وکړې.

محب د تیرې پنجشبنې په ورځ ویلي وو چې امریکا متحده ایالات، کابل د سولې خبرو له پرمختګه نه خبروي او دا یې هم ویلي وو چې د سولې په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد، په دې بهیر کې شخصي اهداف تعقیبوي.

سرچینو ویلي دي چې د محب تر دې څرګندونو یوه ورځ وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه مرستیال دیوید هال، له ولسمشر محمد اشرف غني سره د تلیفون له لارې خبرو کې روښانه کړه چې ترې وروسته به نور په واشنګټن کې له محب هرکلی نه کیږي او د امریکا ملکي او پوځي چارواکي به له هغه سره راکړه ورکړه و نه کړي.

یوه پخواني افغان چارواکي د نوم د نه بربنډولو په شرط ویلي دي: «هال غني ته ټلیفون وکړ او ورته یې وویل چې تر دې وروسته به په واشنګټن کې د محب هرکلی و نه شي. تر دې وروسته به امریکا له محب سره په کابل او واشنګټن کې سرو کار و نه لري.»

کابل اندیښنه لري چې د طالبانو او امریکا تر منځ د بهرنیو ځواکونو پر سر توافق به سیاسي حل ته د کابل د رسیدو وړتیا کمه کړي او افغان حکومت به و نه شي کولی چې له طالبانو سره په خبرو اترو کې د تیرې څه باندې یوې نیمې لسیزې لاس ته راوړنې وساتي.

له دندي د ملي امنیت د سلاکار ګوښه کیدل؟

دغه پخواني افغان چارواکي د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې د هغه په نظر د واشنګټن دغه اقدامات د دې هڅه ده چې ولسمشر غني حمدالله محب د ملي امنیت مشاور له دندې ګوښه کړي. محب تر دې مخکې په واشنګټن کې د افغانستان سفیر وو.

رویټرز یوې بلې سرچینې چې په کانګرس کې کار کوي هم دغه خبره تائید کړې ده او ویلي یې دي چې پر غني فشار راوړل چې له محب سره خپلې اړیکې ختمې کړي ښايي د ملي امنیت د مشاور د ګوښه کیدو غوښتنې ته ورته وي ځکه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د ملي امنیت د مشاور دفتر تمویلوي.

دویچه ویله هڅه وکړه چې په دې هکله د افغانستان د ملي امنیت شورا او یا هم د نورو حکومتي ویاندانو نظر واخلي، خو کوم څوک خبرو کولو ته حاضر نه شول.

رویترز خبري آژانس هم په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه له نظر ورکولو ډډه کړې ده. په واشنګټن کې د افغانستان سفارت هم په دې اړه پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

رپوټ زیاتوي چې محب په خپلو څرګندونو کې ادعا کړې وه چې خلیلزاد طالبانو ته مشروعیت ورکوي او د افغان حکومت مشروعیت کموي. هغه دا هم ویلي وو چې ښايي خلیلزاد د یوه موقت حکومت رامنځ ته کولو په هڅه کې وي چې بیا یې مشري وکړي.

تر دې وروسته د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت سخت غبرګون وښود او محب ته یې وویل چې دغه راز څرګندونې یوازې د واشنګټن او کابل اړیکې ترینګلې کوي او د سولې بهیر ته زیان ته رسوي.

امریکا متحده ایالات له څو میاشتو راهیسې له طالبانو سره د قطر په پلازمینه دوحه کې خبرې اترې کوي. د خبرو وروستی دور د مارچ میاشتې پر ۱۶مه نیټه پای ته ورسید. اوس دواړه اړخونه له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د ترهګرو له خوا د افغانستان د خاورې د نه کارول کیدو په اړه سره خبرې اترې کوي. د بحث دوه نورې موضوعګانې د اوربند او د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې اترې دي.

طالبان اوس هم له افغان حکومت سره له مستقیمو مذاکراتو انکار کوي خو کابل بیا ټینګار کوي چې باثباته سوله یوازې هغه مهال شونې ده چې د افغانانو په مشري او د هغوی تر منځ وشي.

ms/sr (Reuters)