1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سرکوزي: افغانستان ته 1000 تنه سرتيري ليږو

۱۳۸۷ فروردین ۱۵, پنجشنبه

نن هم درومانيې په پلازمېنه بخارست کي دناټو ددفاعي تړون د 26 غړيو هيوادونو دمشرانو خبري دوام لري

https://p.dw.com/p/DbNg
د فرانسې مشرنيکولاس سرکوزي په کابل کي د فرانسوي ځواکونو سره د ليدو پر مهال
د فرانسې مشرنيکولاس سرکوزي په کابل کي د فرانسوي ځواکونو سره د ليدو پر مهالانځور: AP
. په بخارست کي دفرانسې اولسمشر نيکولاس سرکوزي ددې وړاندیز کړی چي فرانسه به خپل 1000 تنه نور عسکر دافغانستان دپاره دنړيوال سوله ساتونکي ځواکونو په چوکاټ کي ددغه هيواد ختيځو سيمو ته واستوي تر څو چي په دغه سيمه کي زرتنه ځای پر ځای شوي امريکايي عسکر دافغانستان سويلي نا ارامو سيمو ته ولېږدول سي. د پرون ورځي په غونډه کي د امريکې دمتحده ايالتونود اولسمشر جورج ډبليوبوش دغه وړانديزچي ګورجستان او اوکراين دي دناټود غړيتوب دپاره دلمړیو کانديدانو په کتار کي ونيول سي ندی منل سوی خو کرويشيا او البانيا دناټو ددفاعي تړون په غړيتوب منل شوی. د مقدونيا په هکله به په راتلونکي کي پرېکړه وشی.