1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي عربستان ته د فرانسې د ولسمشر ناڅاپي سفر

۱۳۹۶ آبان ۱۹, جمعه

په دوبۍ کې تر تم کیدو وروسته، د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په ناڅاپي سفر ریاض ته تللی. مکرون غواړي چې په ترینګلي وضعیت کې د یوه منځګړي په توګه مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/2nOEv
Saudi-Arabien Riad Besuch Emmanuel Macron
انځور: picture-äalliance/AA/Saudi Royal Council/B. Algaloud

د خلیج دغه سیمه په دې وروستیو وختونو کې د نوو تحولاتو شاهده ده. د سعودي عربستان او ایران تر منځ کړکیچ مخ پر زیاتیدو دی. په عین وخت کې ریاض د پنجشنبې په ورځ خپلو اتباعو ته خبر ورکړ چې لبنان ته له سفر کولو څخه ډډه وکړي. د دغه هیواد لومړي وزير سعد الحریري له خوا استعفا په لبنان کې یو حکومتي کړکیچ رامنځ ته کړی دی.

له دې کبله د فرانسې ولسمشر مکرون متحده عربي اماراتو ته له اوږدې مودې راهیسې د پلان شوې سفر څخه ګټه وکړه او د پنجشنبې په ماښام یې سعودي عربستان ته سفر وکړ. ریاض ته تر سفر کولو د مخه د دوبۍ په هوایي ډګر کې هغه وویل چې د پنجشنبې په سهار دغي پریکړې ته ورسید.

د مکرون له لوري د ټویټر پر پاڼه په خپرې شوې ویدیو کې لیدل کیږي چې د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې ولیعهد محمد بن سلمان، هغه ته هرکلی وایي. مکرون لیکلي دي چې د هغه د خبرو اترو موخه د تلپاتې سولې رامنځ ته کول دي.

د سعودي له ولیعهد سره دوه ساعته خبرې اترې په ایران، لبنان او یمن کې د اوسني وضعیت په هکله وې. له کلونو راهیسې لیدل کیږي چې سعودي عربستان له دې څخه ناراحته دی چې ایران د خلیج په سیمه کې د خپل نفوذ لمن پراخه کړي. خو دا خبره لا نه معلومه نه ده چې دغه هیواد به د لبنان په اوسني حکومتي کړکیچ کې کوم نقش ولوبوي. د لبنان لومړي وزیر سعد الحریري، د تیرې شنبې په ورځ په ناڅاپي توګه په سعودي عربستان کې له خپلې دندې څخه استعفا اعلان کړه. هغه په لبنان کې خپل ژوند په خطر کې ویني.

دا چې اوس حریري چیرې دی لا معلومه نه ده. د لبنان حزب الله چې د سعودي عربستان د سیمه ایز سیال ایران نزدې متحد دی، دا ګنگوسې خپرې کړي چې حریري په سعودي عربستان کې نظر بند دی.

د لبنان د حکومت دوو جګپوړو چارواکو هم رویټرز خبري آژانس ته دغه ډول څرګندونې کړي دي. د حریري ګوند لا تر مخه دا خبره رد کړې وه چې هغه دې ګواکې د سعودي عربستان له خوا استعفا کولو ته اړ شوی وی او یا هم په سعودي عربستان کې نظر بند دی. سعودي هم دا خبره رد کړې ده چې ګنې د حریري د استعفا پر پریکړې دې اغیز لرلی وي.

مکرون چې هیواد یې له تاریخي لحاظه له لبنان سره نزدې اړیکي لري ويلي دي چې له حریري سره غیر رسمي اړیکه شته.

خو لا تر اوسه دا نه ده جوته شوې چې حریري فرانسې ته سفر کول غواړي. تر دې دمخه حریري په فرانسه کې څو کاله ژوند کړی دی.