1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي عربستان د امنیت شورا غړیتوب ونه مانه

مسعود جهش (AFP, Reuters)۱۳۹۲ مهر ۲۶, جمعه

سعودي عربستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړیتوب رد کړی دی او ویلي یې دي چې دغه اداره د نړیوالو شخړو په حلولو کې پاتې راغلې ده. سعودي عربستان د پنجشنبې په ورځ د هغی شورا د غیردایمي غړي په توګه انتخاب شوی وو.

https://p.dw.com/p/1A2A6
انځور: Reuters

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ یوه بیانیه خپره کړې ده چې په کې یې د امنیت شورا د غیردایمې غړي په توګه کار رد کړی دی. دغه هیواد د پنجشنبې په ورځ د هغو پنځو هیوادونو له ډلې څخه یو وو چې د راتلونکو دوو کلونو له پاره د امنیت شورا د غیردایمي غړو په توګه انتخاب شوي ول. د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د خپلې پریکړې له پاره د امنیت په شورا کې د «دوه اړخیزو معیارونو» شتون د اصلي لامل په توګه ښوولی دی.

د سعودي عربستان دولتي رسنې اس پې ای (SPA) ویلي دي چې د امنیت په شورا کې د دوه دوه ګونو معيارونو شتون او د دغې ادارې د کار کولو میتودونه د دې لامل کېږي چې هغه په نړۍ کې د سولې تأمینولو له پاره خپل مسوولیتونه سر ته و نه شي رسولای.

دغې رسنې په خاصه توگه د سوریې او اسرائیل-فلسطین تر منځ شخړو ته اشاره کړې ده. سعودي عربستان په سوریې کې د پاڅونکوونکو ملاتړ کوي خو د امنیت شورا تر ډیر وخته پورې په دې و نه توانیده چې د اسد د رژیم پر ضد کومه اعلامیه خپره کړي. یوازینۍ اعلامیه چې د امنیت په شورا کې د سوریې په اړه تصویب شوې ده، د دغه هیواد د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو په اړه ده.

سعودي عربستان همداراز ویلي دي، دا چې د امنیت شورا د فلسطین د شخړې د حلولو په برخه کې له ۶۵ کلونو راهیسې ناکامه شوې ده، دغې موضوع په نړۍ کې ډیرې نورې شخړې رامنځ ته کړ.

د سعود عربستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې بیانیه کې همداراز راغلي دي: «پر دې سربیره د سوریې رژیم ته د دې موقع ورکړل شوې ده چې د کیمیاوي وسلو په واسطه خپل خلک ووژني [...] دا د دې خبرې ثبوت دی چې د امنیت شورا نه شي کولای چې خپل مسوولتیونه او دندې سر ته ورسوي.»

سعودي عربستان ویلي دي، تر دې مخکې چې دغه هیواد د امنیت په شورا کې د خپلې دندې د پیلولو په اړه پریکړه وکړي باید په دې شورا کې ځینې اصلاحات رامنځ ته شي. دغه هیواد لا تر اوسه پورې هغه اصلاحات نه دي وړاندی کړي چې په اند یې باید د امنیت په شورا کې پلي شي.

پر سعودي عربستان سربیره د پنجشنبې په ورځ نایجریا، چاد، چیلي او لیتوانیا هم د امنیت په شورا کې غیردایمي غړیتوب ترلاسه کړی وو.

د ملګرو ملتونو عمومي غونډه د امنیت د شورا پنځه غیردایمي غړي د دو کلونو لپاره انتخابوي. په دې شورا کې امریکا متحده ایالات، روسیه، چین، انګلستان او فرانسه دایمي غړیتوب لري.
په دې ترتیب سره سعودي عربستان د پاکستان، چیلي د ګواتیمالا، چاد او نایجیریا د مراکش او تانګو او لیتوانیا هم د اذربایجان پر ځای د امنیت په شورا کې د غیردایمي غړو په توګه ټاکل شوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب