1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي عربستان له آلمان څخه د وسلو رانیولو سره لیوالتیا لري

سید ریاض (دیانا هودالي)۱۳۹۱ بهمن ۲۷, جمعه

سعودي عربستان غواړي چې له آلمان سره د وسلو په برخه کې یوه معامله وکړي. د آلمان اپوزیسیون د دې پر ضد غږ پورته کړی خو صدراعظمې انگلا میرکل، تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

https://p.dw.com/p/17f0V
ARCHIV - Ein Schützenpanzer des Typs Puma (undatiertes, neueres Firmen-Handout). Die weltweit führenden Rüstungskonzerne haben ihre Geschäfte trotz der kriselnden Wirtschaft weiter ausgeweitet, aber weniger deutlich als zuletzt. Stärkstes deutsches Unternehmen ist Rheinmetall. Mit Rüstungsverkäufen im Wert von knapp 2,7 Milliarden Dollar belegte der Autozulieferer und Rüstungskonzern mit Sitz in Düsseldorf Platz 31. Foto: Rheinmetall dpa +++(c) dpa - Bildfunk+++ Schlagworte Militär, Wirtschaft, Unternehmen, Industrie, Rüstung, Puma, Schützenpanzer, Gelände
Symbolbild Waffenumsätze steigen Panzer Rüstungskonzerne Waffenانځور: picture alliance / dpa

د ۲۰۱۲ کال په دسمبر میاشت کې سعودي عربستان له آلمان څخه د ABC، Leopard 2 او دې ته ورته نورو زغروالو ټانکونو له رانیولو سره لیوالیتا ښوولې وه. اوس سعودي عربستان غواړي چې له آلمان څخه د ۱.۵ میلیارده یورو په ارزښت د ګزمې کښتۍ راونیسي. سعودي عربستان په ۲۰۱۲ کال کې له آلمان څخه د وسلو د رانیونکو هیوادونو په کتار کې دولسم ځای درلود. په دې کال کې دې هیواد له آلمان څخه د ۱.۳ میلیارده یورو په ارزښت وسلې رانیولې وې.

دا یوازې سعودي عربستان نه دی جچې له آلمان څخه تسلیحاتي تجهیزات رانیسي. متحده عربي امارات، قطر، کویت، اردن، الجزایر او د اسرائیلو په شان هیوادونه هم د آلمان د وسلو خریداران دي. د وسلو د سوداګرۍ د احصاییو نیولو نړیوالی مؤسسی، چی د نړۍ د پوځي شاخص GMI په نوم هم یادیږی، ویلي دي چې منځنی ختیځ د ټولې نړۍ په کچه تر ټولو زیاته په پوځي تجهیزاتو سبماله سیمه ده. په برلین کې د پوهی او سیاست له مؤسسې څخه د تسلیحاتي چارو کارپوه کریستیان مولینگ، له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي چې «په منځني ختیځ کې باید په دې اړه دقیقې توپیرونه موجود وي چې وسلې چاته استول کیږي.»

د آلمان حکومت په سیمه کې سعودي عربستان د ثبات رامنځ ته کوونکی فکتور په توگه یادوي، خو دا خبره مني چې د بشري حقونونو په برخه کې تفاوتونه موجود دي. که څه هم د آلمان د بهرنیو چارو وزیر گیدو ویسترویله په دې خبره ټينگار کوي چې له ریاض سره د دغه موضوع په اړه په منظمه توگه رغنده خبرې اتري کیږي.

د بن د خبرو اترو د نړیوال مرکز څخه یان گریبه، په دې اړه ویلي دي: «په دغې احتمالي تجارتي معامله کې د یو ګڼ شمیر پوځي تجهیزاتو لړۍ شامله ده چې د هغو له جملې څخه جنګي ټانکونه د بوکسر له ډول څخه د یادونې وړ دي. خو له دې معاملې سره دا ستونزه هم شته چې په سعودي عربستان کې بشري حقوق تر پښو لاندې کیږي او له بلې خوا دا هیواد په یوې بې ثباته سیمه کې پروت دی او تر کومه ځای چې لیدل شوي دي سعودي عربستان له خپل ګاوندي هیواد بحرین سره د اپوزیسیون په ټکولو کې مرسته کوي.»

گریبه زیاته کړې ده چې د آلمان حکومت لا تر اوسه پورې په دې اړه قانع کوونکي دلایل نه دي وړاندې کړي چې ولې پر دغو ستونزو سربیره هم پر سعودي عربستان وسلې پلوري. سعودي عربستان په ۲۰۱۱ کال کې گاونډي هیواد بحرین ته ټانکونه او سرتیري استولي ول چې په دغه هیواد کې د مظاهرو په ځپلو کې مرسته وکړي.

که څه هم سعودي عربستان په زیاته کچه په اصطلاح د عربي پسرلي په ترڅ کې د لاریونونو څخه په امان کې پاتې شوی دی، خو دغه هیواد بیا هم غواړي په داسې وضعیت کې قرار ولري چې د هر کورني پاڅون مخه ونیولای شي. په همدې حال کې داسې اټکلونه هم کیږي چې سعودي عربستان غواړي خپل ځان د ایران په مقابل کې له تسلیحاتي لحاظه پیاوړی کړي.

کله چې تیر کال مصر د ولسمشر محمد مرسي تر مشرتابه لاندې آلمان ته د اوبتلونو فرمایش ورکړ، نو د آلمان حکومت اسرائیلو ته ډاډ ورکړی وو چې که چیرې مصر د اسرائیلو پر وړاندې «دښمني» ښکاره کوي نو د دغه اوبتلونو صادرول به ودرول شي. له بلې خوا اسرايیلو ته هم داسې اوبتلې ورکړل شوې دي چې د اتومي وسلو د لیږدولو توان لري.

د پوهی او سیاست له بنسټ څخه د تسلیحاتي چارو کارپوه کریستیان مولینگ، په دې اړه وایي: «دا د اسرائیلو د ثبات له پاره یوه ونډه ده. دغه هیواد په دې ډول مجهز کړای شوی دی چې هر وخت د دې وړتیا ولري چې له ځان څخه دفاع وکړي.»

خو دا چې په وسلو د سمبالولو له لارې دې په یوې سیمې کې ثبات ټینګ شی، پخپله د پوښتنې وړ خبره ده. په همدې خاطر د آلمان د حکومت اپوزیسیون د تسلیحاتو د کنترول له پاره د یوه نوي قانون د رامنځ ته کیدو غوښتونه کوي.