1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سلوانیا مهاجرو ته قوانین نور هم سخت کړل

۱۳۹۵ بهمن ۸, جمعه

سلوانیا د پناه غوښتنې یو سخت قانون تصویب کړ. په راتلونکي وخت کې د دغه هیواد پولیس یو پناه غوښتونکی له سرحده بیرته ستنولی شي او هر هغه کس بیرته استولای شي چې په ناقانونه توگه دغه هیواد ته ورغلي وي.

https://p.dw.com/p/2WU8h
Flüchtlinge am kroatisch-slowenischen Grenzübergang Harmica Rigonce
انځور: picture-alliance/PIXSELL

په پلازمینه لیوبلیانا کې پارلمان د دغه تصویب په پلویتوب ۴۷ او په مخالفت کې ۱۸ رایې وکارولې. په قانون کې دغه سختوالی د یوه مخکني گام په توگه اخیستل شوی که احتمالا چیري په اصطلاح د بالقان پر لاره باندي بیا د مهاجرو هجوم ډیر شي او یا هم د دغه هیواد «عامه نظم او داخلي امنیت» له خطر سره مخامخ شي.

د مخنیوي اقدامات د یوه ټاکلي وخت له پاره

د دغه د صدراعظم په خبره په یوه بحراني حالت کې اوس حکومت له پارلمان څخه غوښتلی شي چې قوانین تطبیق کړي او پوله لږ تر لږه د شپږو میاشتو له پاره وتړي.

د بشري حقونو ډلو له لوري انتقادونه

د دغې پریکړې په هکله د بشري حقونو ډلو سختې نیوکې کړي دي. د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنسټي انټرنیشنل ویلي دي چې دغه قانون له مهاجرو څخه نړیوال او د اروپایي اتحادیې د خونديتوب حق اخلي. ایمنسټي انټرنیشنل یادونه کړې ده چې دغه نوی قانون «په سلوانیا کې د بشري حقونو له پاره یو جدي پر شاتگ دی.»

د بخښنې نړیوال سازمان په وینا د دغه هیواد له لوري د «بې اسرې خلکو» پر وړاندې د پولو تړل او «نړیوالو مکلیفتونو ته شا اړول» هغه نامناسبو لارو چارو ته ورته دي چې گاونډیو هیوادونو هنگري او اتریش خپلې کړي دي.

سلوانیا د بالقان لارې په اوږدو کې پرته ده، پر کومه چې له ۲۰۱۵م کال راهیسې په سونو زره پناه غوښتونکي اروپا ته راغلي دي. دغه لاره د تیر میلادي کال په مارچ میاشتې کې د دغې لارې په اوږدو کې د پرتو هیوادونو له لوري د پناه غوښتونکو پر وړاندي وتړل شوه. اوس د دغې لارې ډیر کم شمیر پناه غوښتونکي د انساني قاچاق وړونکو په مرسته سفر کوي.

د بالقان حوزې دغه کوچنی هیواد چې د شینگن حوزې ۶۷۰ کیلومتره بهرنۍ پوله کنترولوي په ۲۰۱۵م کال کې وروسته له هغې د پناه غوښتونکي په اصلي ترانزیت ځای باندې واوښت چې هنگري خپله پوله د مهاجرو پر وړاندې وتړله. دغه هیواد چې دوه میلیونه نفوس لري د رسمي ارقامو له مخې پکښې ۲۶۷ مهاجر ژوند کوي.

نور مطالب: