1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سلواکيا نور نه غواړي مسلمانان ورپرېږدي

آژانسونه۱۳۹۴ دی ۱۸, جمعه

د آلمان په کولن او هامبورګ ښارونو کې د ښځو تر ځورونې وروسته، د سلواکيا لومړي وزير، فيکو، اعلان کړی دی چې نور به هيڅ مسلمانان نه مني. ورته څرګندونې له پولنډ او چک څخه اورېدل کيږي.

https://p.dw.com/p/1Ha5O
انځور: Imago/Xinhua

د سلواکيا لومړي وزير، رابرت فيکو وويل: «موږ نه غواړو چې په سلواکيا کې دې د آلمان په څېر پېښې ممکنې وي.» په کولن او هامبورګ کې شويو ځورونو ته په غبرګون کې فيکو اعلان وکړ چې سلواکيا به د اروپايي ټولنې له خوا د کډوالو د وېشلو د تګلارې په وړاندې د مبارزې تر څنګ د دې مخه هم نيسي چې په هېواد کې يې د مسلمانانو يوه بېله ټولنه رامنځ ته شي. اوس لا سلواکيا ډېر کم کډوال مني.

د پولنډ لومړی وزير له کډوالو څخه خبرداری ورکوي

له پولنډ څخه هم حيرانونکې څرګندونې اورېدل کيږي. د پولنډ مرستيال لومړی وزير، پيوتر ګلينسکي په آلمان کې د شويو پېښو له کبله له کډوالو څخه عمومي خبرداری ورکړی دی. د پولنډ «ټي وي ان ۲۴» تلويزيوني چېنل ته يې د بنجشنبې په ورځ وويل چې پولنډ به د کډوالو په اړه دقيقې څېړنې کوي مخکې له دې چې يې مني: «موږ غواړو چې له جنګونو تښتېدلو ښځو، ماشومانو او زړو خلکو سره مرسته وکړو. موږ د دې دليل نه وينو چې ځوان سړي يعنې د کولن د پېښو عاملين دې په پولنډ کې حضور ولري.»

د چکانو د توطيې تيوري

يو څو ورځې مخکې د چک جمهوريت ولسمشر، ميلوس زمان، د مسلمانو کډوالو په ضد کړو څرګندونو له لارې د خلکو وېرې راپارولې وې. په يوه مرکه کې نوموړي ۷۱ کلن سياستوال د دوشنبې په ورځ اسلامپاله د اخوان المسلمين سازمان اروپا ته د کډوالو د تګ مسوول وګاڼه. زمان داسې استدلال وکړ چې دغه سازمان د دې قدرت نه لري چې د اروپا په وړاندې جګړه وکړي، خو د کډوالو له بهيرونو څخه ګټه اخلي څو اروپا «وار په وار ونيسي.»

کامرون له اوربان سره خپل نظريات شريک کړل

د بريتانيې لومړي وزير، ډيويډ کامرون، په هنګري کې د اروپايي ټولنې په داخل کې د بهرنيانو له پاره د ټولنيزو مرستو د کمولو پلوي وکړه. د هنګري لومړي وزير، ويکتور اوربان وويل چې هنګري د کامرون د اصلاحاتو له بستې څخه له درو لومړنيو غوښتنو سره سل په سلو کې د نظر يووالی لري. په دغو ټکو کې د غړو هېوادونو له خوا د اروپايي ټولنې په وړاندې د مسووليتونو سستېدل په نظر کې نيول شوي دي.

د هنګري ښي اړخي محافظه کار لومړي وزير زياته کړه چې د ټولنيزو مرستو کمېدل هم کېدای شي وسنجول شي. خو هغه بايد په لويه بريتانيا کې د هنګاري کارکوونکو په وړاندې د تبعيض پايله ونه لري. د بريتانيې لومړی وزير کامرون غواړي چې تر ۲۰۱۷ کاله پورې په دې اړه ولسپوښتنه راوبولي چې آيا بريتانيا په اروپايي ټولنه کې د غړي په توګه پاتې کيږي، که نه. د اروپايي ټولنې له خوا د هغه د غوښتنو منېدل به ښايي بريتانويان دې ته وهڅوي چې له اروپايي ټولنې څخه د وتلو خلاف رايه وکاروي.

مېرکل د بريتانويانو غوښتنو ته تفاهم لري

د کامرون غوښتنو ته په اروپايي ټولنه کې دننه د اندېښنې په سترګه کتل کيږي. خو د آلمان لومړۍ وزيرې، انګلا مېرکل يو څه تفاهم ورسره ښېي. مېرکل وويل چې په ټوله اروپا کې د آزادې استوګنې او کار کولو اصل په دې معنی نه دی چې «سړی په ټوله اروپا کې هم د اولې ورځې څخه ورته ټولنيزې مرستې تر لاسه کوي.»

د آلمان د کار او ټولنيزو چارو وزيرې، اندريا نالس او د سوسيال دموکرات ګوند مشر، اولاف شولڅ، هم د اروپايي ټولنې له کوم غړي هېواد څخه د راغلو بهرنيانو له پاره د ټولنيزو مرستو د لږ کمولو پلوي کړې ده څو د «کډوالۍ خوځښتونو» ته نوره هوا ورنه کړي.