1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سمسونگ باید اپل ته په میلیارډو ډالر ورکړي

۱۳۹۱ شهریور ۴, شنبه

یوې امریکايي محکمې پریکړه کړې ده چې سمسونګ باید اپل ته له یوه میلیارد ډالرو څخه ډیرې پیسې ورکړي. اپل او سمسونگ پر یو بل باندې تور لگوي چې د یو بل تلیفونونه ئې تقلید کړي دي.

https://p.dw.com/p/15wcB
انځور: picture alliance / dpa

په کلفورنیا کې د اپل Apple او سمسونګ Sumsung کمپنیو پر یو بل باندې تورونه لگولي دي. اپل پر سمسونګ اووه، او سمسونګ پر اپل باندې پنځه تورونه درج کړي دي. خو محکمې په پای کې د سمسونګ ټول تورونه رد او د اپل ئې پر حق وبلل.

په دې ترتیب سره د سمسونگ شرکت له یوه میلیارد څخه د ډیرې جریمې ورکولو ته اړ شو. ښايي دغه خبر د دواړو شرکتونو د اسهامو پر بیو باندې اغیزې ولري.

اپل پر سمسونگ باندې تور لگولی دئ چې پخپل گلکسي Galaxy ډوله تلیفونونو او تابلیتونو Tablet کې ئې له ای فون iPhone او ای پد iPad څخه نقل کړی دئ. اپل همداراز غوښتي وو چې د سمسونگ کمپنۍ باید ورته ۲.۲۷ میلیارده ډالر ورکړي او همداراز ئې غوښتنه کړې وه چې د سمسونگ محصولات باید د امریکا په بازارونو کې منع شي.

سمسونگ د جنوبي کوریا شرکت دئ چې د الکترونیکي وسایلو په مارکیت کې نړیوال شهرت لري.

د سمسونگ پر وړاندې کامیابي په دې معنی ده چې د اپل شرکت کولای شي چې د تلیفون پر نورو تولیدونکو شرکتونو هم عریضې وکړي.

تر دې مخکې د جمعې په ورځ په جنوبي کوریا کې یوې محکمې پریکړه کړې وه چې اپل او سمسونگ د یو بل له امیتازاتو څخه کار اخیتسی دئ او له همدې کبله ئې پریکړه کړې وه چې سمسونگ باید اپل ته ۲۵ میلیونه او اپل سمسونگ ته ۴۰ میلیونه ډالر وکړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض