1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سمينار: هره کورنۍ بايد د تعلیم او سبق لاره غوره کړي

۱۳۹۰ اردیبهشت ۶, سه‌شنبه

په بلخ ولايت کي د (راځی چي سبق ووايو) تر سرليک لاندي، مطالعې اوزده کړي ته د کورنيو هڅوني دپاره يو ورځنی سمينار تر سره سو

https://p.dw.com/p/1141L
پوهني ته د هڅونو لومړنۍ سر چينه کورنۍ
پوهني ته د هڅونو لومړنۍ سر چينه کورنۍانځور: DW

د بلخ ولايت د پښتنو د يووالي او اصلاحي جرګې فرهنګي مرستيال او د بلخ پوهنتون استاد غلام فاروق خپلواک وايي دغه جرګه د بلخ د ځوانانو د ادبي خوځښت سره اوږه په اوږه په دې هڅوکي ده تر څو تر هرڅه دمخه کورنۍ پوهي اوزده کړي ته وهڅوي.

« لاهم په افغانستان کي ډيری ماشومان له سواد اوزده کړي څخه بې برخي او کوورنۍ يې د خپلو بچيانو روزني ته پاملرنه نه لري ، نو پکارده چي په دې اړه دوی ته ذهنيت ورکړل سي ، خو دغه ذهينت اوهڅونه يوازي د مدني ټولنو ، مشرانو، عالمانو او د جماتونو د ملاامامانو له لاري شونې ده»

دغه علمي سمينار ته د بلخ او د بلخ د ګاونډيو ولايتنو پر ليکوالانو او قومي مشرانو سربيره د هيواد له جنوب او ختيځ څخه هم شاعران ليکوالان او فرهنګيان وربلل سوي ول. چي شعرونه او مقالې هم ولوستل سوې.

په دغه سمينارکي د افغانستان د سيمه ييزو مطالعو د مرکز مشر ليکوال عبدالغفور ليوال ليکنه چي ،( پوهني ته دهڅو نو ترټولو لومړنی ټولنيز واحد) ترسرليک لاندي مقاله وه د ګدون والو د ستايني وړ وګرځېده. ددغي مقالي په يوي برخي کي راغلي.

Flash-Galerie Literarische Versammlung in der Provinz Balkh
انځور: DW

« پوهني ته د هڅونو لومړنۍ سر چينه کورنۍ ده ددې لپاره چي د ځان ، اولاد ، ټولني او هيواد برخه ليک بدل کړو نوپکارده چي خپل ماشوم له سبق ويلو سره اشناکړو ، اوپه هر کورکي د ډيرو لګښتونو تر څنګ دوه لرګي په ديواله کي ښخ کړو يوه دړه پري کيږدو او کتابونه پرې قطار کړو اوخپل ماشوم ورته متوجه کړو.»

همداشان ددغه سميناريوه برخه شعرونو اونظم ته هم ځانګړې سوې وه چي په يوه شعر کي د توپک پرځای د قلم په پورته کولو ټنګاروسو.

په دغه علمي سمنارکي چي د۲۰۰ په شاوخواکي کسانو ګډون درلود پر دې هوکړه وسوه چي ددغه سمينارهر ګډونوال به په خپله سيمه کي مخورو ، سپن ږيرو ، علما وو او د جماتونو ملا امامانو ته ذهنيت ورکوي تر څو خلک دې ته وهڅوي چي تر هر څه دمخه د خپلو بچيانو لپاره د تعليم او سبق لاره غوره کړي.

د هيواد په کچه دغه علمي سمينار په مزارشريف کي په داسي حال کي جوړيږي چي لاهم په ډيرو سيمو کي ماشومان د کورنيو دنه پاملرني له کبله د پوهي اوسبق له نعمته بې برخي پاته دي.

عبدالحميد صافی/ مزارشريف

کتونکی: نجيب الله زيارمل