1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سنودن: امريکا مي د سياسي پنا مخه نيسي

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ تیر ۱۱, سه‌شنبه

د امریکا د استخباراتو پخواني کارکوونکي ادوارد سنودن، د آلمان په ګډون په یو شمیر هیوادونو کي د سیاسي پناغوښتنه کړې ده. هغه د امریکا پر حکومت باندې تور لګولی دی چې «له تابعت څخه د یوې وسلې په توګه» کار اخلي.

https://p.dw.com/p/1904f
Protesters in support of Edward Snowden, a contractor at the National Security Agency (NSA), hold a photo of him during a demonstration outside the U.S. Consulate in Hong Kong in this June 13, 2013 file photo. Snowden, left Hong Kong on a flight for Moscow on June 23, 2013 and his final destination may be Ecuador or Iceland, the South China Morning Post said. REUTERS/Bobby Yip/Files (CHINA - Tags: POLITICS CIVIL UNREST)
Edward Snowden auf der Fluchtانځور: Reuters

د ویکیلیکس انترنتي پاڼې د ادوارد سنودن یوه بیانیه خپره کړې ده. دې پاڼې همداراز د هغه هیوادونو نومونه هم خپاره کړي دي چې سنودن پکښې د سیاسي پناه غوښتنه کړې ده.

د ویکیلیکس په حواله سنودن د یکشنبې په ورځ په رسمي توګه په هندوستان، برازیل، آلمان، فرانسې، ایټالیا، بولیویا، ویزیویلا، چین، نیکاراګوا، کیوبا، سویزرلند، پولند، ناروې، هسپانیې، هالند او اطریش هیوادونو کې د سیاسي پناغوښتنه کړې ده.

سنودن پر دغه هیوادونو سربیره په روسيه کې هم د سیاسي پناغوښتنه کړې ده. هغه اوس هم د مسکو د یوه هوایي ډګر د ترانزیت په برخه کې وخت تیروي. تر دې مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمير پوتین، هم ویلي ول چې سنودن غواړي په دغه هیواد کې پاته شي نو باندې د امریکا د استخباراتي اسرارو د افشا کولو لړۍ بنده کړي.

سنودن د ویکیلیکس د انترنتي پاڼې له لارې ویلي دي چې هغه اوس په هیڅ یوه هیواد پورې تړاو نه لري. سنودن له هانگاکانګ څخه مسکو ته تر رسیدو وروسته چپ پاته دی.

آیا امریکا د سنودن د سیاسي پنا مخه نیسي؟

د سنودن له خوا په یوه لاسلیک شوې بیانیه کې چې د ویکیلیکس انترنتي پاڼې له خوا خپره شوې ده راغلي دي: «د اوباما ادارې اوس یوه داسې ستراتیژي خپله کړې ده چې پکښې له تابعت څخه د یوې وسلې په توګه کار اخلي. که څه هم پر ما باندې کوم تور نه دی لګول شوی، خو د امریکا ادارې زما پاسپورت بې اعتباره اعلان کړی دی او زه یې په یوه بې هیواد وګړي باندې بدل کړی یم.»

دا په داسې حال کې ده چې امریکا ویلي دي چې د سنودن پاسپورت یې بې اعتباره اعلان کړی دی خو هغه اوس هم د دغه هیواد وګړی دی. امریکايي چارواکو روښانه کړې ده چې کولای شي سنودن ته داسې اسناد ورکړي چې هغه یې په کارولو سره متحده ایالاتو ته ستون شي.

سنودن په خپله بیانیه کې پر امریکا متحده ایالاتو باندې تور لګولی دی چې په نورو هیوادونو کې د هغه د سیاسي پنا مخه نیسي. هغه ادعا کړې ده چې اوباما له خپل مرستیال څخه غوښتي دي چې پر هغو هیوادونو باندې فشار راوړي چې سنودن پکښي د سیاسي پنا غوښتنه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د اکوادور ولسمشر هم ویلي ول چې د امریکا د ولسمشر مرستیال جو بایدن، له هغه سره په یوه تلیفوني اړیکې که د سنودن د تابعت په اړه غږیدلی وو.

د امریکا متحده ایالاتو حکومت تر هغه وروسته د سنودن پاسپورت بې اعتباره اعلان کړ چې هغه د دغه هیواد د انترنتي او تلیفوني اړیکو د څارنیز پروګرام په اړه د ګاردین له ورځپاڼې سره معلومات شریک کړل.

سنودن ویلي دي چې «د اوباما اداره» غواړي پر هغه باندې د شرایطو له تنګولو سره هغه کسان وویروي چې غواړي په راتلونکې کې بربنډوني وکړي.