1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«سنودن غواړي د جاسوسۍ په قضيه کي له آلمان سره مرسته وکړي»

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ آبان ۱۰, جمعه

د آلمان په پارلمان کي د زرغونو د ګوند استازي هانس کريستيان شتروبيله په مسکو کي د امریکا د استخباراتي ادارې له پخواني کارکوونکي ايدوارد سنود سره کتلي دي. کيدای سي چي سنودن د جاسوسۍ په قضيه کي د شاهد په توګه راڅرګند سي.

https://p.dw.com/p/1AA0s
انځور: Reuters

د آلمان د زرغونو ګوند سياستوال هانس کريستيان شتروبيله په خبره د امریکا د استخباراتي ادارې پخوانی کارکوونکی ايدوارد سنود علاقه لري چي د NSA د جاسوسۍ په قضيه کي له آلمان سره مرسته وکړي، خو زياته کړې يې ده چي د هغه حقوقي وضعيت ستونزمن دی. شتروبيله له سنودن سره د روسيې په پلازمېنه مسکو کي ملاقات کړي دي.

له شتروبيله سره په دغه سفر کي دوه تنه ژورناليستان هم ملګري ول چي يو يې د آلمان د لومړي تلويزيوني چينل د «پانارامه» مجلې ترتيبوونکی وو.

شتروبيله ويلي دي چي سنودن په مسکو کي په دغه درې ساعته پټو خبرو کي ويلي دي چي د امريکا د استخباراتي برنامې په اړه «ډير پوهيږي». د شتروبيله په خبره خبري اتري پر دې مساله باندي متمرکزي وې چي کي داسي زمينه برابره سي چي سنودن وکولای سي يوه آلماني څارنوال يا د دغه هيواد پارلمان د پلټني کمېټې ته په جاسوسۍ د قضيې په اړه شاهدي ورکړي.

څو ورځي دمخه رسنيو خبر ورکړ چي د امریکا متحده ايالاتو د ملی امنيت ادارې د آلمان د صدراغظمي انګيلا ميرکل تليفوني مکالمو ته پټ غوږ نياوه، چی وروسته بيا ميرکل په يوه تليفوني تماس کي له اوباما څخه په دې اړه د توضيحاتو غوښتونکې سوه. د چهارشنبې په ورځ د آلمان حکومت يوه لوړپوړي چارواکي په سپينه ماڼۍ کي د امريکا له استخباراتي چارواکو سره وکتل.

د آلمان حکومت ته ليک

په برلين کي د شترويبله دفتر ويلي دي چي سنودن دوی ته د آلمان د حکومت، پارلمان او څارنوالۍ په نامه يو ليک سپارلی دی. په پام کي ده چي شترويبله به نن د جمعې په ورځ د دغه ليک جزييات څرګند کړي. د زرغونو د ګوند دغه سياستوال په پارلمان کي پر استخباراتي سازمانونو باندي د څار کمېټې غړی دی.

د اين ايس اې فعاليتونو ته سرحد ټاکل

د امریکا متحده ايالتونو د سنا مجلس د استخباراتي ادارې فعاليتونو ته د سرحد ټاکلو په برخه کي يو کوچنی ګام اخيستی دی. د سنا مجلس استخباراتي کمېټې د پنجشنبې په ورځ تصويب کړه چي د امریکايي وګړو د تليفوني اطلاعاتو د راټولولو په برخه کي کي دي محدوديت وضع سي.

په هغه اعلاميه کي چي د سنا مجلس د استخباراتو کمېټې د رييس له خوا خپره سوې ده راغلي دي چي محرمانه اطلاعاتو ته له حکمه پرته لاس رسی جرم ګڼل کيږي چي سخته سزا به يې لس کاله بند وي.

جاسوسي به ادامه ولري

د سنا مجلس د استخباراتو کمېټې په دغه اعلاميه کي راغلي دي چي پر څارني او روڼوالي سر بيره دوی د ملي امنيت ادارې (ان ايس اې) بشپړ ملاتړ کوي. په اعلاميه کي راغلي دي چي د امريکا د ملی امنيت ساتل او پر ټوله نړۍ کي پر متحدانو باندي د يرغلونو د مخنيوي له پاره، استخباراتي فعاليتونه ضروري دي.