1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«سنگين ولسوالي د ماينونو کرونده گرځېدلې ده»

مجتبی محمدي/ هلمند۱۳۹۲ مهر ۸, دوشنبه

د هلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چي په سیمه کي يې په داسي ډول ماينونه فرش سوي دي چي دوی حتی په خپلو کورونو کي نه سي گرځېدای. له بلي خوا د ساروان کلا خلک وايي چي د ماينونو له بيري يې خپل کورونه پرې ايښي دي.

https://p.dw.com/p/19qlP
انځور: Getty Images/AFP

د سنگين ولسوالۍ د ساروان کلا اوسيدونکي شکايت کوي چي له سيمي څخه يې د ماينونو کرونده جوړه سوې ده او وايي چي ولسوالي يې دشپږ مياشتني جنګ له امله د بشري ناورين کور ګرځیدلی دى

د سنګین ولسوالۍ د بوستانزو د سيمي خلک د فرش سوو ماينونو له امله له خپلو کورنو څخه وتلي دي. د دغي سيمي اوسېدونکي وايي د اوړو له جوال څخه نيولې بیا تر بسترو او کښتونو پوري په ټولو ځايونو کي ماينونه ښخ کړل سوي دي.

د دغي ولسوالۍ د لټيانو د کلي اوسيدونکي حاجي محمد جان له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل: «زموږ په سيمه کي داسي ماينونه ښخ سوي دي چي په تيرو درو ورځو کي يې اته کسان وژلي دي. دغه دی نن سهار[د يکشنبې په سهار] زما د اکا د زوی د اوړو په جوال کي ماين ښخ سوی وو چي دا دی دغه ښځه يې ووژله.»

د سنګین ولسوالۍ د ساروان کلا سیمي خلک وايي چي د دولتي سرتيرو پر ضد په دغه روانه تکتيکي جګړه کي ټوله رهبري د بهرنيو طالبانو په لاس کی ده. دوی وايي چي دغه کسان له ځانه سره د ماين جوړوني ځانګړي انجينري ډلي لري او د هرډول وسايلو څخه ماينونه جوړولای سي.

د بوستانزو اوسيدونکي وايي چي د شپږو مياشتو دوامداره جنګونو په خاطر روزمره کارونه
په ټپه درولي دي او څاروۍ يې د نه وښو او اوبو له امله په کورنو کي مړه سوي دي. خو هلمند د دوه سوه پنځلسم ميوند قول اردو قوماندان وايي چي که خلک مرسته و نه کړي ناامني به اوږده سي او د امنيتي سرتيرو تلفات به هم ډير سي.

خو خلک وايي چي دوی له وسله والو سره هيڅ په وسه نه دي او هر وخت چي يې له دولت سره مرسته کړې ده د امنيتي ځواک تر وتلو وروسته دوی بيرته يوازي پاته سوي دي او له زورزياتي سره مخامخ سوي دي.

د هلمند ولایت د سنګين ولسوالي نزدې سل کيلومتره له مرکز لښکرګاه څخه په شمال کي پرته ده. د دغي ولسوالۍ کښتونه وچ سوي د بازار دوکانونه بند دي او د نا امنۍ له کبله له خپلو کورونو وتلي خلک له سختو ستوتزو سره مخامخ دي.